لاهور 13 اګست (اے پی پی) د دفاعي پېداوار او د سائنس او ټېكنالوجۍ وفاقي وزير رانا تنوير حسېن وئيلي دي چې د پانامه ليكس په پلمه د جمهوريت ??ه مېنځه وړلو سازش شنډ شوے٬ اولس يو ځل بيا په هېواد ??ښې د انتشار او احتجاج سياست رد كړے٬ د ترهګرې په ضد جنګ كښې ټول قوم د سياسي او عسكري مشرانو ملګرے دےِ٬ په نېشنل اېكشن پلان او رياستي ادارو نيوكې كوونكي د پاكستان خېر خواه نه شي كېدے۔ ده دا خبرې په فېروز واله كښې د پاكستان ورځې دستورې او په نصير آباد ??ښې خبريالانو سره د خبرو په مهال وكړې۔ وفاقي وزير ووئيل چې نېشنل اېكشن پلان ناكامه شوے نه دے٬ اوس به پوره قوت سره د ترهګرې ناسور ختمولې شي۔ ده ووئيل چې د ترهګرې په ضد جنګ كښې سياسي او عسكري مشران يو موټې دي۔ ده ووئيل چې مونږ ته به اختلافات هېرولو سره د دښمن ناوړه ارادې ناكامه كول وي۔ ده ووئيل چې د نېشنل اېكشن پلان ??ه مخې امنيتي ځواكونه په ټول هېواد ??ښې كومبنګ عمليات كوي او د وروستي ترهګر تر خاتمه به ضرب عضب عمليا?? روان وي۔ ده ووئيل چې په بلوچستان كښې د هند د مداخلې ثبتونه موجود دي۔ ده ووئيل چې اوس به دښمن سره هېڅ رعايت نه شي كولې٬ د هند پشمول د نړۍ يو طاقت هم پاكستان ته زيان نه شي رسولې۔
د دفاعي پېداوار او د سائنس او ټېكنالوجۍ وفاقي وزير رانا تنوير حسېن د پاكستان ورځې دستورې ته وېنا او خبريالانو سره خبرې
مضمون کا ماخذ : ایزٹیک گولڈ