اسلام آباد 23 نومبر (اے پي پي) صدر ډاکټر عا??ف علوي وئيلي دي د هېواد آئين سمندر پورې پاكستانيانو ته د ووټ حق وركوي، په دې لړ كښې آسان آن لائن ووټنګ نظام پېل كولو او په راتلونكو ټولټاكنوكښې د دوي شموليت لپاره هڅې روانې دي۔ د نهې په ورځ سمندر پورې پاكستانيانو ته خپله وېنا كښې ده ووئيل دوي په قامي معيشت كښې مهم كردار لري٬ دوي د ووټ نه محروم ساتل دوي سره لوي امتيازي سلوك كېدے شي۔ صدر عا??ف علوي ووئيل الېکشن کمېشن او نادرا په سپېځلې ډول ووټرز لسټونه تيارولو لپاره مرسته كوي۔ ده ووئيل دوي په پوستل بېلټ او سفارت خانو كښې عملي پولنګ كولو كښې ستونزې لري، انټرنيټ ووټنګ دوي لپاره د ووټ آسانه او د عمل وړ طريقه ده۔ صدر زور رواړو پاکستان له د اليکټرانك ووټنګ مشينانو كارولو پشمول بېلا بېلو څانګو كښې پرمختګ لپاره جديد ټېكنالوجي خپلول پكار دي۔ ډاکټر عا??ف علوي ووئيل ما د يو آډټ نظام لګولو تجوېز وركړے ٶ كومې لپاره چې پا?? ورډز چيف اليکشن کمېشن او چيف جسټس آف پاکستان دواړو ته وركړے كېدے شي۔ ده په دې خبره زور رواړو چې يو كوټلے نظام د آن لائن ووتنګ سسټم د هېكنګ لاره نيولې شي۔ صدر عا??ف علوي په سمندر پورې پاكستانيانو زور رواړو چې ھغوي خپله پوهه او علم د خپلو وطن دارو سره شيئر كړي دغسې چې دوي ته په نړۍ كښې سبقت ترلاسه كولو له مرسته تر لاسه شي ۔ په دې موقع د وزيراعظم مرستيال ډاکټر شهباز ګل خپلې وېنا كښې د اورسيز پاكستانيانو حقونو لپاره د صدر او وزيراعظم د ه??و ځلو ستائنه وكړه
سمندر پورې پاكستانيانو لپاره آسان آن لائن ووټنګ نظام لپاره هڅې روانې دي۔ د صدر ډاکټر عارف علوي بهر هېوادونو كښې مېشته پاكستانيانو ته وېنا
مضمون کا ماخذ : قدیم مصری کلاسک