اسلام آباد 06 جولائی (اے پی پی) د قامی اقتصادی كونسل د انتظامی كمېټۍ (ایكنك) بلټ آپریټ اینډ ټرانسفر (بی او ټی) په بنیاد د 308194 ميليونه روپو په لګښت د حیدرآباد۔سكھر موټروے منصوبې،په 17379.949 ميليونه روپو د لاهور۔سیالكوټ موټروے لنك هائی وے منصوبې ، په 25500 ميليونه روپو د پنجاب اربهن لین سسټمز انهانسمنټ پراجیكټ پشمول د 16489.198 ميليونه روپو وارسك سړك نه تر ناصر باغ سړك مسنګ لنك منصوبې او بلوچستان كښې د 13247.893 ميليونه روپو په لګښت د منګی بند جوړولو دغسې د كراچۍ په دوو ضلعو كښې د اورنګی او ګجر ناله بحالۍ او ښه والي منصوبو منظوری وركړې ۔د خزاني وفاقی وزیر مفتاح اسماعیل په مشرۍ كښې د قومی اقتصادی كونسل د انتظامی كمېټۍ (ایكنك) غونډه د شورو په ورځ وشوه۔په غونډه كښې وفاقی وزیرانو پروفیسر احسن اقبال، وزیر سید نوید قمر، د بلوچستان پلاننګ او پرمختګ صوبائی وزیر نور محمد ډمر،د خېبرپښتونخوا د خزاني وزیر سلیم جھګړا، وفاقی سیكرټریز او وفاقی او صوبائی ادارو چارواكو ګډون وكړو۔د خزاني وزارت لخوا جاري شوې پرېس ریلیز له مخې ایكنك بلټ آپریټ اینډ ټرانسفر (بی او ټی) په بنیاد حیدرآباد۔سكھر موټروے منصوبې جاج واخست د كومې نظرثانی شوې بيعه چې 308194.00 ميليونه روپۍ ده ٬ په دې كښې د حكومت برخه 10.3 اربه روپۍ (9500 ميليونه روپۍ تقریباً) كیپټل وی جی ایف ده دغسې 300 ميليونه روپۍ این ایچ اے د اسټیبلشمنټ چارجز او 500 ميليونه روپۍ د نورو خرڅونو شاملې دي۔دا منصوبه به نېشنل هائی وے اتھارټی په نګرانۍ كشې بشپړولې شي چې ترمخه ئې 6 اړخيزه 306 كلومیټره اوږده موټروے به جوړولې شي۔ د دې منصوبې منظوری به د قوانین عملدرآمد او قومی اسمبلۍ څخه د قانون سازۍ نه پس وركولې شي۔۔
د خزاني وفاقی وزیر مفتاح اسماعیل په مشرۍ كښې د قومی اقتصادی كونسل اد نتظامي كمېټۍ غونډه ٬ د ګڼو منصوبو منظوری وركړې شوه
مضمون کا ماخذ : لاٹری نمبر کا انتخاب