اسلام آباد 18 اګست(اے پی پی) پي آئي اے د افغانستان څخه په حفاظت سره د غېر ملكيانو انخلا لپاره د جامع حكمت عملۍ له مخې كار كوي۔په افغانستان كښې پاكستاني سفارت په دې لړ كښې قومي فضائي كمپنۍ پي آئي اے سره تماس نيولې او پي آئي اے په انساني بنيادونو كابل لپاره د پروازونو پلان پېل كړې چې دغسې د انخلا په مشن كښې مرسته وكړې شي۔د پي آئي اے وياند وئېلي دي چې د قومي فضائي كمپنۍ چيف ايګزېكټو افيسر ايئر مارشل ارشد ملك د انساني ضرورياتو له مخې په سيمه ايزه كچه د يوې لويې فضائي كمپنۍ په حېث په افغانستان كښې مېشته غېر ملكي وګړو نړيوالو ادارو او د نړيوالو كمپنو اهلكار د افغانستان څخه په حفاظت سره د راويستلو ذمه واري قبوله كړې۔ده ووئيل چې د افغانستان څخه پي آئي اے سره امريكائي وګړو او د نورو هېوادونو سفارتكارو٬د نړيوالو خبري ادارو كسانو رابطه كړې او د پي آئي اے د پروازونو په اړه يې معلومات ترلاسه كړې دي۔
پي آئي اے د افغانستان څخه په حفاظت سره د غېر ملكيانو انخلا لپاره د جامع حكمت عملۍ له مخې كار كوي۔د پي آئي اے وياند
مضمون کا ماخذ : الوہا کلسٹر ادائیگی کرتا ہے۔