اسلام آباد 25 اكتوبر (اے پي پي) وزيراعظم عمران خان به د چينائي قيادت په بلنه د 2 نه تر 5 نومبر د چين سركاري دوره كوي٬د وزيراعظم چوكۍ سنبالولو نه پس به دا د ده د چين وړومبۍ دوره وي٬د خارجه وزير شاه ??حمود قرېشي پشمول د اعلٰی كچ پلاوي به هم ده سره وي۔ د خارجه دفتر وياند د اړخه د زيارت په ورځ جاري شوي بيان له مخې دا دوره د پاك چين ستراتېژكي شراكتدارۍ څخه عبارت ده او روايتي اړيكې رامخې ته كوي۔ د خپلې دورې په مهال به وزيراعظم د چين اولس مشر شي جن پنګ او وزيراعظم لي كي كيانګ سره ملاقاتونه كوي۔ په دې مهال به د د??ه اړخيزه اړيكو د بېلو چارو جاج اخستلې شي۔ په دې موقع به په بېلو څانګو كښې په ګڼو لوظ نامو او د مرستې په يادښتونو لاس ليك هم كولې شي۔ د بيجنګ دورې نه پس به وزيراعظم وړومبې چائنا انټرنېشنل ايمپورټ ايكسپو كښې ګډون له د شنګهائي دوره كوي چرته چې د پاكستان درآمدي مصنوعاتو نندارتون كېږي۔ وزيراعظم عمران خان به د ايكسپو پرانستې په موقع مقرر هم وي۔ د شنګهائي فورم په موقع به وزيراعظم د نورو نړيوالو لارښ??دو سره ملاقاتونه هم كوي۔ وزيراعظم به د چين مالياتي او كارپورېټ څانګې لارښ??دو سره هم ليده كاته كوي۔ په بيان كښې وئېلي شوي دي چې پاكستان او چين په بېلو څانګو كښې نزدې مرسته لري٬دواړه هېوادونه سيمه ايز امن او استحكام او د اقتصادي مرستې لپاره په باقاعده توګه ستراتېژكي رابطې لري۔ د پاك چين ترمينځه معاشي او صنعتي مرستې ته د پاك چين اقتصادي راهدارۍ نه پس پراختيا ترلاسه شوې۔ د وزيراعظم دورې ??ره به د دواړو هېوادونو ستراتېژېكي اړيكو ته وده ترلاسه شي او د??ه اړخيزه شراكتدارۍ ته پراختيا وركولو نوې لارې ??ه پرانستلې شي
وزيراعظم عمران خان به د چينائي قيادت په بلنه د 2 نه تر 5 نومبر د چين سركاري دوره كوي
مضمون کا ماخذ : dupla sena acumulada