اسلام آباد 01 اپرېل (اے پي پي) خارجه وزير شاہ محمود قرېشي وئيلي دي د پاکستان تحريك انصاف حکومت نورو هېوادونو سره د اختلافات پېدا كولو په حق كښې نه دے خو په دې خبره باور لري چې قامي خپلواكي او د هېواد په سالميت يوه سجمهوته پكار نه ده۔ د جمعې په ورځ په خارجه وزارت كښې افسرانو ته خپلې وېنا كښې ده ووئيل په نيا پاكستان كښې د خارجه پاليسۍ په وژن كښې قامي مفادات مقدم ساتل دي۔ ده ووئيل حكومت په نړيواله كچه د بلاك سياست ملاتړ نه كوي۔ خارجه وزير واضح كړه په قوي خارجه پاليسۍ عمل كولو لپاره معاشي استحکام ترلاسه كول ضروري دي۔ شاہ محمود قرېشي د خارجه پاليسۍ په محاذ د حكومت لخوا د پورته كړو يو شمېر اقداماتو ذكر كړے چې پكښې اقتصادي سفارت کاري، انګيج افريقه پاليسي، سينټرل ايشيا وژن پاليسي او سټريټجك کميونيکيشن ډويژن شامل دي۔ ده ووئيل بهر هېوادونو كښې د پاكستان سفيرانو د هڅو اعتراف روان دے او د تاركين وطن لخوا د ترسيلات زر رالېږل د دې حقيقت عكاسي ده۔ وفاقي وزير پاكستان كښې د او آئي سي د خارجه وزيرانو كونسل 48مې غونډې په كاميابۍ د خارجه سېكرټري او د چارواكو ستائنه وكړه
په قامي خپلواكۍ او د هېواد په سالمتيا يوه سجمهوته پكار نه ده۔ د شاہ محمود قرېشي په خارجه وزارت كښې افسرانو ته وېنا
مضمون کا ماخذ : لاٹری جیتنے کی چانسز