پاكستان په محفوظ لاسونو كښې دے٬ مونږ ته ځپلے شوے معيشت او ډيفالټ كيدو پلو روان هيواد په ورثه كښې ترلاسه شو٬ عمران خان د هيواد وقار په داؤ ولګولو٬ مريم اورنګزيب


اسلام آباد۔15مئی (اے پی پی) د اطلاعاتو او خپرونو وفاقي وزيرې مريم اورنګزېب وئيلي دي چې پاكستان په محفوظ ??اس??نو كښې دے٬ مونږ ته ځپلے شوے معيشت او ډيفالټ كېدونكے هېواد په ورثه كښې تر??اس?? شو٬ عمران خان د ه??واد وقار په دا?? ولګولو٬ د ه??واد د تاريخ تر ټولو زياتې قرضې يۍ واخستې ٬ د آئي اېم اېف پروګرام يۍ لاس ليك كړو او بيا يۍ د هغې خلاف ورزي وكړه٬ د عمران خان ګرفتارۍ سره د حكومت هېڅ تعلق نشته٬ قومي احتساب بېرو هغه د القادر ټرسټ كرپشن كېس كښې ګرفتار كړو٬ د پاكستان په تاريخ كښې چرته دا??ې نه دي شوې چې په جسماني ريمانډ موجود ملزم ته دومره زيات ريليف وركړے شوے وي٬ كه د عمران څڅه تپوس پوښتنه يا تفتيش وكړے شي نو تشدد پېل كړي۔ د دې خيالاتو څرګندونه دې د خپرونې نړيوالې ادارې”الجزیرہ“ سره خپله مركه كښې وكړه۔ دې ووئيل د عمران خان نيولو سره مونږ كوم هدف تر??اس?? كول نه غواړؤ٬ د ده ګرفتارۍ سره حكومت هېڅ تعلق نه لري٬ قومي احتساب بېرو هغه د القادر ټرسټ كرپشن كېس كښې ګرفتار كړے٬ نېب په دې كېس كښې تحقيقات كوي او نېب عمران خان ته يو شمېر نوټسسز جاري كړې خو عمران خان د كوم هم نوټس ځواب نه دے وركړے۔ دې ووئيل د عمران خان ګرفتاري په اسلام آباد هائي كورټ كښې چېلنج كړې شوه چرته چې د هغه ګرفتاري قانوني وګرځولې شوه۔ د يوې پوښتنې په ځواب كښې وفاقي وزيرې ووئيل دا??ې يو شمېر مثالونه موجود دي چې كله عمران په اقتدار كښې وو او اپوزيشن به ده څخه پوښتنه كوله نو ده به هغوي ډېتھ سېل ته لېږل٬ ميډيا به پوښتنه كوله نو د ميډيا خلق به يۍ په زندانونو كښې اچول۔ د آر اېس اېف په رپورټ كښې عمران خان ته ميډيا پريډيټر ووئيلې شو۔ دې ووئيل عمران خان د ه??واد د چيف اېګزېكټو په اعلی منصب پاتے شوے دے٬ كله چې اپوزيشن ته راغلو نو ده د تشدد لاره خپله كړه۔ دې ووئيل عدالت چې كله د عمران خان وارنټ جاري كړو او پوليس زمان پارك ته ورسېد نو دغلته عمران خان مېرمنې او ماشومان د خپل ډھال په توګه وكارول۔ دغلته په پوليس بريدونه وكړې شول۔ دې نه ځانله عمران خان په 25 مئي د لانګ مارچ په موقعه خپل كارمندان تشدد لپاره وپارول۔ دې ووئيل نېب چې كله د عدالت احاطې څخه عمران خان ونيولو نو درې ورځې چې په هېواد كښې څه وشوو هغه د ټولو په وړاندې دي۔ ټولو وليدل چې په بېلو ځايونو كښې خلق جمع كړې شول او دوي تشدد لپاره وپارولې شول۔ د پي ټي آئي مشرتابه د دوئي نګراني كوله۔ څومره كسان په لاهور كښې جناح هاؤس ٬ د كور كمانډر كور او د مېټرو پلونو ته ورسېدل۔ دې ووئيل مونږ له د خپل اولس حقونو ته تحفظ وركول دي٬ رنځوران بچ كول دي۔ د پي ټي آئي ډلو اېمبولېنسونو څخه رنځوران كوز كړل او هغه يۍ اوسوزول٬ په سكولونو بريدونه وكړې شول٬ روغتونونه ته اور ولګولې شو٬ په دې ټول صورتحال كښې حكومت پوهې سره د صبر او زغم څرګندونه وكړه۔ دې ووئيل عمران خان د كرپشن په كېس كښې ځواب نه وو وركړے ٬ هغه په جسماني ريمانډ وو او ددې باوجود هغه په 48 ساعتو كښې زندان څخه بهر راغلو۔ دې ووئيل د عمران خان په ضد ممنوعه فنډنګ ٬ توشه خانه ٬ القادر ټرسټ كرپشن او نور كېسونه دي۔ عمران خان په دې كېسونو كښې ځواب وركولو له تيار نه دے۔ دې ووئيل عمران خان دا تاثر وركول غواړي چې حكومت د ده په ضد او ده سره انتقامي كارروائي كوي۔ دې ووئيل كه مونږ دا??ې كول غوښتل نو بيا به 14 مياشتې انتظار نه كولو۔ په هېواد كښې د ټاكنو په اړه د يوې پوښتنې په ځواب كښې دې ووئيل د عمران خان په وېنا د خېبر پښتونخوا او پنجاب اسمبلۍ تحليل كړې شوې۔ دې ووئيل د ټاكنو په اړه آئين او قانون موجود دے٬ ټاكنې به هغه وخت كېږي كله چې مونږ خپله آئيني موده ترسره كړؤ۔ د معاشي صورتحال په اړه د يوې پوښتنې په ځواب كښې دې ووئيل عمران خان چې په څلور كاله كښې د معيشت كوم حال كړې د هغې مثال نه تر??اس?? كېږي۔ دې ووئيل كله چې مونږ په حكومت كښې وو نو دغه وخت جي ډي بي د 6 فيصد شرحې سره پرمختګ كولو۔ په هېواد كښی تر ټولو كمه ګراني 2.6 فیصده وه۔ د آئی اېم اېف پروګرام په كال 2015ء كښې بشپړ كړې شوې وو٬ سي پېك روان وو٬ روزګار وو٬ پرمختګ كېدو٬ سكولونه ٬ پوهنتونونه جوړېدل٬ خارجه پالېسي سمه په زړه پورې ډول مخ په وړاندې روانه وه٬ كله چې د عمران خان دور پېل شو نو په څلور كال كښې معيشت زيات وځپلے شو۔ هغه د تاريخ تر ټولو لويے قرض واخست۔ دې ووئيل د عمران خان د ??اس?? مونږ ته د تاريخ تر ټولو لويه ګراني تر??اس?? شوه۔ مونږ ته ډيفالټ كېدونكے هېواد تر??اس?? شو۔ عمران خان چې آئي اېم اېف سره كومه لوظنامه لاس ليك كړه د هغې يۍ خلاف ورزي وكړه۔ دې ووئيل كله چې مونږ په اقتدار كښې راغلو نو د آئي اېم اېف پروګرام معطل وو٬ په دې مونږ بيا كار پېل كړو۔ دې ووئيل عمران خان د ه??واد وقار په دا?? لګولې وو۔ مونږ ته د عمران خان معاشي تباهي په ميرات كښې تر??اس?? شوې۔