پاكستان او برطانيه په سوشل او آن لائن ميډيا د كركې او د ترهګرۍ رويو اړوند مواد ختمولو له په ګډه كار كولو ته اتفاق٬ د وفاقي وزيرې مريم اورنګزېب د برطانېي هائي كمشنر اېنډريو ډېګلېش سره ملاقات


اسلام آباد۔17مئی(اے پی پی) د اطلاعات او خپرونو وفاقي وزيرې مريم اورنګزېب د برطانيې هائي كمشنر اېنډريو ډېګلېش سره ملاقات كړے ۔ دوي د پاكستان او برطانيې په سوشل او آن لائن م??ډيا د كر??ې خپرونكو او د ترهګرۍ رويو اړوند موادو ختمول?? له په ګډه كار كولو ته اتفاق كړے۔ ملاقات كښې د ميډيا په بېلو څانګو، ډیجیټل میډیا، میډیا ټرېننګ او فلم سازۍ په اړ?? دوه اړخيزه سفارتي اړيكو ته په وده وركولو د خيالاتو څرګندونه شوې ۔ وفاقی وزیرې د شاه چارلس درېم په تاجپوشۍ هائي كمشنر او د برطانېي اولس ته مباركي وركړه۔ په دې موقع خپلو خبرو كښې وفاقي وزيرې ووئيل د وزيراعظم شهباز شهباز د برطانيې وروستۍ دوره او د كنګ چارلس درېم په تاجپوشۍ كښی ګډون د دواړو هېوادونو ترمينځه په شريك احترام او باور د اډانه ملګرتيا عكاسي ده ۔ دې ووئيل پاكستان برطانيې سر?? دوه اړخيزه اړيكې زياتې مهمې ګڼي۔ په ملاقات كښې په فلم پالیسۍ او میډیا ټرېننګ كښې په همكارۍ هم د خيالاتو څرګندونه وشوه۔ دې ووئيل په پاكستان كښی روغتيا ٬ زد كړو ٬ ګورننس او د بشري وسائلو په وده كښې د برطانېي حكومت كردار د ستائنې وړ دے۔ دې ووئيل د خبريالانو تربيه كولو لپاره به د برطانيې د نوي ميډيا نصاب څخه استفاده كولې شي۔ په دې موقع د برطانېي هائي كمشنر د پاكستان د موجوده حكومت د معاشي پالېسيو پشمول د اطلاعات په څانګه كښې شوے پېشرفت وستائلو۔ ده په میډیا فریډم انډېکس كښې د پاكستان 7 درجې ښه كېدل خوشبينه ګرځولو سره د اطلاعات وفاقي وزيرې ته مباركي وركړه۔ دغسې هائي كمشنر د پاكستان اقتصادي ستونزې كمول?? له د خپل حكومت لخوا د هرې ممكنه مرستې باور وركړو او دوه اړخيزه اړيكو ته وده وركول?? له ئې خوښي څرګنده كړه۔