اسلام آباد۔17مئی(اے پی پی) د كورنيو چارو وفاقي وزير رانا ثناﺀ الله خان او د سعودي عربستان د كورنيو چارو دوهم وزير ناصر بن عبدالعزیز د روډ ټو مكه منصوبې بشپړ نفاذ ته اتفاق كولو سره وئيلي دي د دې منصوبې لاندې به حج له تلونكو ته په پاكستان كښې ?? امېګرېشن آسانۍ وركولې شي۔ د شورؤ په ورځ د وفاقي وزير رانا ثناﺀ الله او د سعودي دوهم وزير ډاكټر ناصر بن عبد العزيز ترمينځه د پلاويو په كچه ملاقات وشو۔ د كورونيو چارو دوهم وزير عبدالرحمن کانجو، سېكرتري سید علی مرتضیٰ او نور اړوند چارواكي هم ملاقات كښې موجود وو۔ په ملاقات كښی په پاك سعودي اړيكو او د شريكې خوښې په چارو خبرې وشوې۔ په ملاقات كښې ?? دې منصوبې په راتلونكي پړاؤ كښی د كراچۍ او لاهور ائيرپورټس څخه په پېل كولو هم اتفاق وكړے شو دغسې چې زياتو نه زيات حاجيان صاحبان دې آسانۍ څخه استفاده وكړې شي۔ په دې لړ كښې ??ه د لوظنامې لاس ليك كولو دستوره نن په وزيراعظم هاؤس كښې كېږي۔ په ملاقات كښې ?? پاكستاني پاسپورټ لرونكو برمي مسلمانانو مسئله هم په مشاورت سره په حل كولو موافقت وكړے شو۔ وفاقي وزير رانا ثناﺀ الله سعودي وزير سره په سعودي زندانونو كښې ?? بنديوان پ??كستانيان زر راخوشې كولو په اړه هم خبره وكړه ٬ په دې سعودی وزیر ووئيل 108 پاكستاني وګړي خوشې كړې شوي او د يو شمېر نورو كېسونو تحقيقات كولې شي۔ ده وفاقي وزير ته د دې ډول بنديوانو زر تر زره د راخوشې كولو باور وركړو۔ د ګډې چېنلنجونو مخنيوي لپاره د دواړو هېوادونو د كورنيو چارو وزارتونو د دوه اړخيزه کوارډینېشن په لا ښه كولو موافقت وكړو۔ دې څخه وروستو وفاقي وزير رانا ثناﺀ الله د سعودي وزير په درناوي كښې ?? غرمې مېلمستياﺀ هم وركړه په كومه كښې چې د اطلاعات وفاقي وزيرې مريم اورنګزېب ، د مذهبي چارو وفاقی وزیر سېنېټر طلحه محمود او وفاقي وزیر شاہ زېن بګټي هم موجود وو۔ په دې موقع خ??له وېنا كښې وفاقي وزير رانا ثناﺀ الله خان ووئيل د روډ ټو مكه پراجېكټ لاندې به اسلام آباد ائيرپورټ څخه 26 زره حاجيانو صاحبانو ته آسانۍ وركولې شي۔ د سعودي داخله وزير باور راكړے چې دا شمېره به 40 زره ته رسولې شي او د راروان كال په مهال به د لاهور او كراچۍ حاجيانو صاحبانو ته هم دا آساني وركړې شي۔ ده ووئيل پاكستانے اولس د سعودي اولس سره د مينې خپلولي لري٬ مونږ خادم الحرمین الشریفین شاہ سلمان بن عبدالعزیز سره مينه او انسيت لرؤ۔ ده ووئيل سعودي عربستان سره زمونږ اړيكې 75 كاله پخوانۍ دي خو د حجاز پاك زمكې سره زمونږ روحاني او جذباتي تړون د سوؤنو كالو پخوانے دے۔ ده ووئيل د ټول اولس او وزيراعظم شهباز شريف لخوا د سعودي خادم الحرمېن شريفېن روغ صحت له دعا كوؤ او سعودي ولي عهد محمد بن سلمان ته د پاكستان دورې بلنه وركوؤ۔ سعودي وزير په تود هركلي او درنه مېلمستيا كولو د خپل او خپل پلاوي لخوا د پاكستاني حكومت او وفاقي وزير مننه وكړه۔ ده ووئيل مېلمستيا د پاكستاني اولس پخوانے صفت دے۔ ده ووئيل زه د پاكستان دورې په مهال زياته خوشحالي محسوسوم۔ په بېلو چارو خبرې وشوې او او د ځينو په اړه موافقت سره پرېكړې هم شوي۔ ده ووئيل د پاكستان او سعودي عربستان ترمينځه اړيكې اوسنۍ نه بلكې دا يو اوږد تاريخ لري٬ مونږ دې ته د قدر په سترګه ګورؤ۔ ده ووئيل د پاكستان پ??مختګ او سوكالۍ له لاس په دعا يم
د روډ ټو مكه منصوبې لاندې به حج له تلونكو ته په پاكستان كښې د امېګرېشن آسانۍ وركولې شي٬ رانا ثناﺀ الله خان ٬ ناصر بن عبد العزيز
Ding Dong Christmas Bells Online Entertainment Official Website
مضمون کا ماخذ : اسکریچ کارڈز کی جیت