د قومي اسمبلۍ سپیکر د نیو پارلیمنټ لاجز جوړولو كښې د تاخیر د پلټنو سپارښتنه وكړه


اسلام آباد 16 مئي (اے پي پي) د قومي اسمبلۍ سپیکر راجه پرویز اشرف د نهي په ورځ د پارلیمنټ لاجز دورہ وكړه۔ په دې موقع د پبلك اکاؤنټس کمېټۍ (پی اے سی) چیئرمېن نور عالم خان،د قامي اسمبلۍ سیکرټریټ او سی ډی اے اعلیٰ چارواكي هم موجود وو۔د قامي اسمبلۍ سپیکر راجه پرویز اشرف ته پارلیمنټ لاجز كښې د جوړېدونكي اضافی فیملی سویټ په اړه د سی ډی اے د اړخه بریفنګ وركړې شو۔د قامي اسمبلۍ سپیکر نیو پارلیمنټ لاجز جوړولو كښې په زيات تاخیر د ناراضګۍ څرګندونه وكړه او په منصوبه كښې د تاخیر پلټنو كولو سپارښتنه ئې وكړه۔ سپیکر ووئيل د نیو پارلیمنټ لاجز جوړولو منصوبه 2011 كښې پېل شوې وه كومه چې تر اوسه نه ده بشپړ شوې۔ تېرو 13 كلونو كښې د منصوبې لګښت ډېر زيات شوې۔د منصوبې جوړولو كښې د تاخير په وجه پارلماني غړي ستونزو سره مخ دي۔سپیکر سی ډی اے ته د منصوبي زر تر زره بشپړولو سپارښټنه وكړه او د منصوبې تاخیر په معاملات غور كولو له ئې د اعلیٰ پائې غونډې پريكړه وكړه۔ ده ووئيل غونډه كښې به د سېنېټ چیئرمېن او ډپټی چیئرمېن ، د قامي اسمبلۍ ډپټی سپیکر ، د پی اے سی چیئرمېن ، د خزاني وزير او د پلاننګ اينډ ډیویلپمنټ وزير له بلنه وركولې شي