اسلام آباد۔19جون(ا?? پی پی) د منصوبه بندۍ ٬ پرمختګ ٬ اصلاحات او خصوصي اقداماتو وفاقی وزیر پروفېسر احسن اقبال وئيلي دي تر كال 2035 د پاكستان معيشت 1 ټريلين ډالرو ته د رسېدو هيله لرؤ ٬ هېواد به لويے معيشت جوړ شي۔ د دې خيالاتو څرګندونه ده د ګل په ورځ د ’ماسټر کارډ فنډډ کیئر اګنائټ پراجیکټ‘‘ دستورې ته خطاب كښې وكړه۔ ده ووئ??ل د هېواد معیشت تر كال 2035 د نړۍ د لوئے معيشت جوړېدو صلاحيت لري۔ ده هيله ولرله چې په راروانو 5 كلونو كښې به د هېواد برآمدات كه پاك پروردګار ته منظور وي 100 اربه ډالرو ته ورسي كوم چې دا مهال 30 اربه ډالر دي۔ده ووئ??ل د مسلم لیګ ن په تېر دور كښې به نړيوالو اقتصادي تھنك ټېنكس پاكستانې معيشت د نړۍ په وړا??دې 20 لويو معيشتونو كښی شمېرلو۔ ده ووئ??ل د سي پېك بنياد د مسلم ليګ نون تېر حكومت اېښودلے وو او دې سره هېواد ته ډېره زياته سرمايه كاري راغلې وه۔ ده ووئ??ل دوه خبرې دي چې يا خو پاكستان تر كال 2035 پاكستانې معيشت تر 1 ټریلین ډالر رسولې شوو او يا معاشي دلدل سره مخ ك??دې شوو۔ ده ووئيل معاشي هارټ اټېك څخه بچ كېدو لپاره به مونږ له خپل عادتونه بدلول وي۔ ده ووئ??ل د معاشي پالېسۍ مضمرات په لس كاله كښې مرتب كېږي۔ د كومې هم پالېسۍ مطلوبه نتيجې د سياسي تسلسل او استحكام نه غېر نه شي ترلاسه كېدې۔ ده ووئيل كوم هم هېواد د مېرمنو نمائندګۍ نه غېر قومي پرمختګ ترلاسه كولې نه شي۔ ده ووئيل حكومت په سرمايه كارۍ او ملا??مت??نو كښې مېرمنو لپاره مساوي موقعې برابروي۔ ده ووئيل په اولس كښې يو والي پېدا كولو له به كركلې او خپل منځه سياسي اختلافات لرې كولو سره مخ په وړا??دې تلل وي۔ ده ووئيل مونږ له به د يو بل د رايې احترام كول او هېواد د يو بل مخه نيولو سياست څخه ساتل وي
تر كال 2035 د پاكستان معيشت تر 1 ټريلين ډالر رسېدو هيله لرؤ ٬ هېواد به لويے معيشت جوړ شي ٬ وفاقي وزير پروفېسر احسن اقبال
مضمون کا ماخذ : فنکی پھل