صدر مملكت ډاکټر عارف علوي په میپکو کښې د جنسي تېرې په تورونو لګولې شوې سزا په ځايې ساتلو سره جرمانه زياته كړه


اسلام آباد۔5جولائی(اے پی پی) صدر مملكت ډاکټر عارف علوي په میپکو کښې د جنسي تېرې په تورونو لګولې شوې سزا برقرار ساتلو سره جرمانه زياته كړې ده٬ صدر مملكت مېرمنې ملازمې بلېك مېل كولو او په جنسي توګه د هغې د ځورولو تورونو په ثابت كېدو د اسسټنټ ډائرېکتر خضر حیات نوكرۍ څخه د اخوا كولو په اړه د وفاقی محتسب پرېكړه په ځايې ساتلو سره د جرمانې رقم 5 لكه څخه زياتولو سره 10 لكه كړې دې۔ د ايوان صدر پرېس ونګ لخوا د جاري شوي بيان له مخې صدر مملكت د ډائرېکټر (اېډمن) میاں سهیل افضل ښكته منصب ته د تنزلۍ سزا تر درې كاله په ځايې وساتله او د جرمانې رقم يۍ 10 لكه څخه زياتولو سره 11 لكه روپۍ كړو دغسې چې ځپ??ې مېرمنې ته معاوضه ادا كړې شي۔ ده ?? ډپټی ډائرېکټر سهیل عباس او ډائرېکټر جمشید احمد نیازی د بریت پرېكړه هم په ځايې وساتله ولې چې د دوئي په ضد كوم كوټلې ثبوت نه دې ترلاسه شوې۔ ډاكټر عارف علوي ووئيل چې كله اسلام راغلو نو د مېرمنو استحصال ٬ ژوندۍ ښخول او جائېدار څخه د دې محرومه كېدل يۍ ختم كړل۔ اسلام دوئي ته صنفي برابري وركړه۔ صدر مملكت ووئيل د كار په ځايې كښې چا لپاره د يرې احساس پېدا كولو يوه پېښه هم ځورول دي۔ ده ووئيل د جرم شدت نظر كښې نيولو سره په خضر حیات او میاں سهیل لګولې شوې جرمان?? كښې اضافه كولې شي