اسلام آباد۔06جولائی(اے پی پی)د قامي اس??بلۍ دوهم سپيكر زاهد اكرم در??ني سره د لوړو زده كړو كمېشن چيئرمېن ډاكټر مختيار احمد په مشرۍ كښې د اېچ اي سي پلاوي په پارليمنټ هاؤس كښې ملاقات وكړو۔د زيارت په ورځ شوي ملاقات كښې د كلام بي بي وومن انټرنېشنل انسټي ټيوټ بنو جوړولو پشمول بنو او د خېبرپښتونخوا نورو سوئېلي ضلعو كښې د تعليمي آسانيو چارو په اړه د خيالاتو څرګندونه وشوه۔په دې موقع په خبرو كښې دوهم سپيكر ووئيل چې بنو او د نورو سوئېلي ضلعو ځوانانو له لوے څښتن بې پناه صلاحيتونه وركړي دي۔ده ووئيل چې د اكرم خان در??ني كالج بنو څخه فارغ التحصيل زده كونكي په لويه شمېره كښې هر كال د ميرټ په بنياد په مېډيكل كالجونو او انجينئرنګ پوهنتونونو كښې داخله اخلي۔ده ووئيل چې د كلام بي بي وومن انټرنېشنل انسټي ټيوټ بنو جوړېدو سره به نه يوازې بنو بلكې د خېبرپښتونخوا په نورو سوئېلي ضلعو كښ?? مېرمنو زده كوؤنكو ته د اعلٰی تعليم موقع هم ترلاسه شي۔ده د اېچ اي سي چيئرمېن ته د كلام بي بي وومن انټرنېشنل انسټي ټيوټ لپاره په ترجيحي بنيادنو د ګامونو پورته كولو هدايت هم وكړو??د اېچ اي سي چيئرمېن د كلام بي بي انسټي ټيوټ بنو جوړولو او سوئېلي ضلعو كښې د اعلٰی تعليم ودې لپاره د دوهم سپيكر هڅې وستائېلې او د كلام بي بي وومن انټرنېشنل انسټي ټيوټ جوړېدو په لړ كښې يۍ د بشپړه مرستې باور وركړو۔
د قامي اسمبلۍ دوهم سپيكر سره د لوړو زده كړو كمېشن چيئرمېن په مشرۍ كښې د پلاوي ملاقات
Hood vs Wolf online entertainment website
مضمون کا ماخذ : اولمپس کے خدا