د پي ټي آئي مؤسس به شيخ مجيب الرحمن خپل اتل ګرځولو٬ د شيخ مجيب يوې مجسمې پريوتو سره هغه خپله بيانيه بدله كړه ٬ څوك چې يوټرن نه اخلي د پي ټي آئي چيئرمين نه بلل كيږي٬ عطاﺀ تارړ


اسلام آباد۔7 اګست(اے پی پی) د اطلاعاتو ٬ خپرونو ٬ قامي ورثې او كلتور وفاقي وزير عطاﺀ تارړ وئيلي دي د پي ټي آئي مؤسس به شيخ مجيب الرحمن خپل اتل ګرځولو٬ هغه به خپله موازنه شېخ مجيب الرحمن سره كوله او دا به يۍ وئيل چې ما سره هغه څه كيږي كوم چې شېخ مجيب الرحمن سره روان دي٬ د شيخ مجيب يوې مجسمې پريوتو سره هغه خپله بيانيه بدله كړه ٬ څوك چې يوټرن نه اخلي هغه د پي ټي آئي چيئرمين نه بلل كيږي٬ د پاكستان حكومت او اولس د بنګله دېش اولس سره ولاړ دے٬ د بنګله دېش د اولس د عزم او حوصلې ستائنه كوؤ٬ پارليمان بالادست اداره ده ٬ د قانون سازۍ اختيار لري ٬ د فلور كراسنګ حوالې سره آئين او قانون واضحه دي٬ د تحریک انصاف آزادو غړو په يو داسې جماعت كښې شموليت اختيار كړے د كوم چې وجود نه وو۔ د شورؤ په ورځ په پی ټی وی هېډ کوارټرز كښې خبري كنفرنس ته خطاب كښې وفاقي وزير ووئيل د مسلم لیګ (ن) بلال کیانی قامی اسمبلۍ او سېنېټر طلال چوهدري په سېنېټ كښې الېکشن اېکټ ترمیمی بل وړاندې كړو كوم چې د رايو كثرت سره له منظورېدو وروستو د يو اېكټ شكل اختيار كړو۔ ده ووئيل د فلور كراسنګ حوالې سره آئين او قانون واضحه دي٬ آزاد كانديد له په درې ورځې كښې دننه كوم ګوند كښې شموليت كول وي او دې لپاره بيان حلفي جمع كول وي٬ آيا بيان حلفي جمع كولو څخه وروستو كوم غړې ګوند بدلولې شي؟ دا يو پېچلې صورتحال دے۔ ده ووئيل د دې پرائیوېټ ممبر بل د لارې دې رول ته قانوني شكل وركړے شوے دے۔ وفاقی وزیر ووئيل د سپريم كورټ دوه معزز ججانو صاحبانو په اختلافي نوټ كښې مهمې نكتې پورته كړې او وئيلي يۍ دي چې د سپريم كورټ په پرېكړه عمل كولو له به د آئين آرټيكل 51، 106، 62 او 63 معطل كول وي۔ ده ووئيل د سپريم كورټ معزز ججانو صاحبانو امین الدین خان او نعیم افغان دا پوښتنه وكړه چې د 15 ورځو تېرېدو باوجود تفصيلي پرېكړه رامخې ته نه شوه۔ ده ووئيل په آئين كښې دا خبره ښكاره ليدلې شي چې كوم سياسي ګوند ته د متناسب نمائندګۍ فارمولې لاندې مخصوص چوكۍ وركولې شي٬ سني اتحاد كونسل په پارليمان كښې كوم وجود نه لرلو تر دې چې د سني اتحاد كونسل چيئرمېن هم آزاد حېثيت سره ټاكنو كښې برخه واخسته۔ ده ووئيل د قانوني پوهانو له مخې تحريك انصاف ته هغه ريليف وركړے شو كوم چې هغوي غوښتلے نه وو۔ ده ووئيل پارليمان بالادست اداره ده د قانون سازۍ اختيار لري٬ پارليمان يو رول د لاﺀ دننه بدلولو سره دې ته لا دوام وركړے دے۔ ده ووئيل د عدالت عظمیٰ پرېكړې دلاسه چې كوم قانوني سقم او مسائل رامخې ته شول ٬ د دې حل ضروري دے۔ ده ووئيل مونږ دا ګڼو چې په قانوني چارو كښې بايد انصاف وكړے شي۔ د بنګله دېش صورتحال په اړه خپلو خبرو كښې وفاقي وزير ووئيل د پاكستان حكومت او اولس د بنګله دېش اولس سره ولاړ دے٬ د بنګله دېش د اولس د عزم او حوصلې ستائنه كوؤ۔ ده ووئيل د تحریک انصاف سوشل میډیا آفیشل اکاؤنټ څخه شېخ مجیب اتل وګرځولے شو او د عمران خان موازنه شيخ مجيب الرحمن سره وكړې شوه۔ ده ووئيل د تحريك انصاف حكومت او د شېخ حسينه واجد حكومت كښې ځينې څيزونه يو ډول دي ٬ هغې هم بهرنۍ مرسته غوښتله او دوئي هم بهرنۍ مرسته غواړي٬ هغې هم په خپل هېواد كښې كرپشن وكړو او دوئي هم د 190 ملین پاؤنډ کرپشن وكړو ٬ دوئي دواړو كښې زيات مماثلت دے۔ ده ووئيل د شېخ مجيب الرحمن د يوې مجسمې په پرېوتو دوئي خپله بيانيه بدله كړې ده٬ دا هغه رجيم وو كوم چې په بنګله دېش كښې تقسيم رامخے ته كړے وو۔ د پي ټي آئي چيئرمېن هم د تقسيم پېدا كولو قائل دے او دا ګڼي چې تقسيم سره سياسي ګټه ترلاسه كيږي۔ ده ووئيل بېرسټر ګوهر له پكار دي چې خپل لارښود سره ملاقات وكړي او هغه ته ووايي چې تا خو به شېخ مجيب الرحمن خپل اتل ګڼلو ، اوس بيانيه بدله شوې ده۔ د يوې پوښتنې په ځواب كښې وفاقي وزير ووئيل په بنګله دېش كښې د معاشي حالاتو مسئله نه وه٬ د تقسيم ٬ كرپشن ٬ كركې او كوټې مسئله وه۔ ده ووئيل مونږ غواړؤ چې په بنګله دېش كښې حالات د معمول له مخې شي۔ ده ووئيل شېخ حسينه واجد ته بهرنۍ مرسته له هغه ځايه ترلاسه وه كوم ځايې څخه چې نن په كشمير كښې ظلم او زياتې روان دے۔ ده ووئيل كله چې د شېخ مجيب الرحمن بيانيه جوړېده نو خان صاحب ته دا وئيلې شوې نه وو چې د هغه لور كوم ځايې څخه مرسته غواړي۔ده ووئيل كوم سياسي ګوند يا لارښود پاكستان څخه زيات لويے نه دے ٬ زه سياسي كاركن يم٬ د يو سياسي ګوند كاركن يم ٬ زما د ايمان برخه ده چې پاكستان وي نو مونږ به يؤ ٬ كله به هم دا نه وايم چې فلانكې نه وي نو پاكستان به نه وي۔ جماعت اسلامي سره د مذاكراتو په اړه د پوښتنې په ځواب كښې ده ووئيل جماعت اسلامی سره په زړه پورې ډول خبره مخ په وړاندې تلې دي٬ تېره ورځ په مذاكراتو كښې كافي پېشرفت وشو٬ ځينې نكتې مو هغوي ته لېږلې دي ٬ نن به په هغې بيا مشاورت كيږي ، هڅه به مو وي چې نن مشاورت ته حتمي شكل وركړے شي۔ ده ووئيل د جماعت اسلامي مطالبه زمونږ ايجنډا ده ، مونږ غواړو چې د بجلۍ بل كم وي ٬ د آئي پي پي په چارو بايد نظر ثاني وكړې شي۔ دې ووئيل تر 200 یونټ كارؤنكو صارفينو ته د 50 اربه روپو سبسډي درې مياشتو لپاره وركړې شوې ده۔ ده ووئيل هيله ده چې جماعت اسلامي سره مذاكراتو كښې ښه پېشرفت وشي۔ ده ووئيل د پي ټي آئي مؤسس د خپل حكومت ختمولو تور كله په امريكا لګولے وو او كله په پوځ او بيا يۍ ووئيل محسن نقوي زما حكومت ختم كړؤ۔ دې ذهني چېك اپ ته اړتيا لري۔

متعلقہ مضامین

سلاٹس پر مفت اسپن کو کیسے متحرک کریں۔_سلاٹ بونس گیمز_علامتیں_آٹو پلے سلاٹ گیمز_فون سلاٹ گیمز کے ذریعے ادائیگی کریں۔ سلاٹ گیمز کے ساتھ کیسینو_آن لائن کیسینو سلاٹ مشینیں۔_عملی پلے سلاٹس_آٹو پلے سلاٹ گیمز_اصلی پیسے کے لیے سلاٹس کھیلیں بہترین فطرت پر مبنی سلاٹس_سلاٹ مشین ایپس_Novomatic Slot Machines_افسانوی مخلوق سلاٹ مشینیں_سلاٹ مشین کے جائزے اور درجہ بندی پاکستان کے لیے ٹاپ اردو سلاٹ ایپس_آٹو پلے کی خصوصیات کے ساتھ بہترین سلاٹس_سب سے بڑے سلاٹ جیک پاٹس_مائیکرو گیمنگ سلاٹس_ویڈیو سلاٹس پر جیتنے کا طریقہ NetEnt Slot Games_iOS آلات پر سلاٹ گیمز کھیلیں_فوری جیت کے ساتھ سلاٹس_بونس راؤنڈ کے ساتھ سلاٹ مشین_سلاٹ گیمز اسلام آباد میں مقبول ہیں۔ نیٹلر سلاٹس_پاکستان میں موبائل کے لیے مفت سلاٹ گیمز_پاکستان کے لیے آن لائن سلاٹس_گولیاں کے لیے مفت سلاٹ گیمز_ٹاپ ریٹیڈ سلاٹ ایپس بڑے جیک پاٹس کے ساتھ سلاٹ مشینیں۔_فوری کھیلنے کے اختیارات کے ساتھ سلاٹ گیمز_اردو میں کیسینو سلاٹس_پاکستانی کھلاڑیوں کے لیے آن لائن سلاٹ ٹورنامنٹ_ٹاپ سلاٹ گیم فورمز ڈیسک ٹاپ پر سلاٹ گیمز کھیلیں_پلےٹیک سلاٹس_سلاٹ مشین_سلاٹ مشین کی ادائیگیوں کو محفوظ بنائیں_آئی فون پر سلاٹ گیمز ہائی لمیٹ سلاٹ مشینیں۔_سمندری ڈاکو سلاٹ مشینیں۔_فوری جیت سلاٹ مشینیں_کیسینو سلاٹ گیمز فیڈ بیک_ایک سے زیادہ بونس راؤنڈ کے ساتھ سلاٹس ارتقاء گیمنگ سلاٹس_اصلی پیسے کے لیے سلاٹس کھیلیں_ڈیسک ٹاپ پر سلاٹ گیمز کھیلیں_پے پال کے ساتھ سلاٹ مشینیں۔_کریڈٹ کارڈ سلاٹس ارتقاء گیمنگ سلاٹس_اصلی پیسے کے لیے سلاٹس کھیلیں_ڈیسک ٹاپ پر سلاٹ گیمز کھیلیں_پے پال کے ساتھ سلاٹ مشینیں۔_کریڈٹ کارڈ سلاٹس ارتقاء گیمنگ سلاٹس_اصلی پیسے کے لیے سلاٹس کھیلیں_ڈیسک ٹاپ پر سلاٹ گیمز کھیلیں_پے پال کے ساتھ سلاٹ مشینیں۔_کریڈٹ کارڈ سلاٹس ارتقاء گیمنگ سلاٹس_اصلی پیسے کے لیے سلاٹس کھیلیں_ڈیسک ٹاپ پر سلاٹ گیمز کھیلیں_پے پال کے ساتھ سلاٹ مشینیں۔_کریڈٹ کارڈ سلاٹس ارتقاء گیمنگ سلاٹس_اصلی پیسے کے لیے سلاٹس کھیلیں_ڈیسک ٹاپ پر سلاٹ گیمز کھیلیں_پے پال کے ساتھ سلاٹ مشینیں۔_کریڈٹ کارڈ سلاٹس ارتقاء گیمنگ سلاٹس_اصلی پیسے کے لیے سلاٹس کھیلیں_ڈیسک ٹاپ پر سلاٹ گیمز کھیلیں_پے پال کے ساتھ سلاٹ مشینیں۔_کریڈٹ کارڈ سلاٹس