اسلام آباد 14 جولائي (اے پي پي) ۔د اطلاعات او خپرونو وفاقي وزير چوهدري فواد حسېن وئېلي دي په نړۍ كښې يو نوے سوچ راپېدا شوے٬مسائل په جنګونو نشي حل كېدے ٬د بيانيې او رائے جنګ په تندۍ سره وده مومي٬د چېلنجونو مقابله كول مشكل ده خو ناممكنه نه۔د دې خيالاتو څرګندونه ده د شورو په ورځ انسټي ټيوټ آف سټراټېجك سټديز٬سنټر فار لاﺀ اينډ سېكورټي د سيوري لاندې لافيئر اينډ پاكستان په سرخط سېمينار ته وېنا كښې وكړه۔ده د لاﺀفيئر پس منظر بيانولو سره ووئيل د نړيوالو جنګونو د تباهۍ نه پس په نړۍ كښې دا احساس راپېدا شوے چې مسائل د تصادم په ځاے د نړيوال قانون له مخې حل كړے شي۔په دې حقله لافيئر تصور رامخې ته شوے۔ده ووئيل په شورو كښې د لاﺀفيئر كوم منفي استعمال نه ؤ خو بيا كوم حريف هېواد د طاقت كارولو نه غېر فشار لپاره لا فيئر استعمال كړو۔ده ووئيل د نائن اليون نه پس د لافيئر جديد استعمال رامخې ته شوے٬په خپله د پاكستان په ضد د فيټف په صورت دا لاﺀفيئر كارولے شوے۔پاكستان كښې د قانون قوي بنياد شته او په نړيوال قوانين كار كوونكي نوموړي قانون مدار شته خو په دې حقله په نړۍ كښې د شوي پېشرفت له مخې د پاكستان نظام اپ ډېټ نه شو۔ده ووئيل خپل نظام د جديدې ټېكنالوجۍ سره د سمولو نه غېر مطلوبه مقاصد ترلاسه كېدے نه شي۔ده ووئيل دا مهمه مسئله ده بايد د يو ذمه وار قام په حېثيت په دې حقله كردار ترسره كړو۔ده ووئيل مونږ له به د خپل ماډرن لاﺀفيئرز په حقله خپل صلاحيتونه زياتول وي۔په دې اړه د مېډيا كردار مهم دے۔د اطلاعات وزير ووئيل د ترهه ګرۍ په ضد جنګ كښې د پاكستان 70 زره وګړي شهيدان شوي٬په لوېديز كښې زمونږ په دغه قربانيو كوم كتاب هم نه دے ليكلے شوے۔ده ووئيل د پاكستان كورني چېلنجونه د بهرنو چېلنجونو سره ژور تعلق لري٬د تېر وخت غوندې اوس هم امريكا د افغانستان څخه وځي٬ دې سره به مسئلې راپېدا كېږي او په پاكستان به هم اثرات مرتب كېږي۔د اطلاعات وزير ووئيل زمونږ لپاره مهمه دا ده چې خپل صلاحيتونه زيات كړو
په نړۍ كښې يو نوے سوچ راپېدا شوے٬مسائل په جنګونو نشي حل كېدے ٬د بيانيې او رائے جنګ په تندۍ سره وده مومي۔د اطلاعات او خپرونو وفاقي وزير چوهدري فواد حسېن
مضمون کا ماخذ : جوگوس ڈی لوٹیریا آن لائن