اسلام آباد۔25مئی(اے پی پی) سېنېټ كښې د حكومتي ډلې مشر ډاكټر شهزاد وسيم وئيلي دي كال 2021ﺀ د پاك چين اړيكو په بابله زيات اهميت لري۔ د پاكستان په معيشت د سي پېك مثبت اغېز مرتب كېږي۔ د چين پاكستان كښې سرمايه كاري به پاكستان كښې د پرمختګ او سوكالۍ سبب وګرځي۔ د كورونا وباﺀ مخنيوي هڅو كښې چين د پاكستان په زړه پورې مرسته كړې ۔ د دې خيالاتو څرګندونه هغه د نهې په ورځ د چين سفارت دورې په مهال خپلو خبرو كښې وكړه۔ په دې موقع ډاكټر شهزاد وسيم د چين سفير سره په مهمو چارو د خيالاتو څرګندونه هم وكړه۔ ډاكټر شهزاد وسيم اسلام آباد كښې په تعيناتې نوي سفير ته مباركي وركولو سره هغه ته هركلې اووې۔ ډاكټر شهزاد وسيم ووئيل د 7 لسيزو نه د پاك چين ملګرتيا په يوه مضبوطه همكارۍ بدله شوې ۔ هغه ووئيل سي پېك منصوبه مهم پړاؤ ته داخله شوې ۔ په پاكستاني معيشت د دې منصوبې مثبت اغېز پرېوزي۔ هغه ووئيل د كورونا په صورتحال كښې چين د پاكستان په زړه پورې مرسته كړې ۔ هغه زياته كړه چې د پاكستان او چين پارليماني اړيكې به لا مستحكمول وي۔ ډاكټر شهزاد وسيم ووئيل د نړۍ په ټولو فورمونو دواړو هېودونو د يو بل د دريځ ملاتړ كړے ۔ پاكستان كښې د چين سرمايه كارۍ اهميت په ګوته كولو سره ډاكټر شهزاد وسيم ووئيل دا به پاكستان كښې د پرمختګ او سوكالۍ سبب وګرځي
سېنېټ كښې د حكومتي ډلې مشر ډاكټر شهزاد وسيم د چين سفارت دوره
مضمون کا ماخذ : sorteios quina