اسلام آباد 17 اپرېل (اے پي پي)وزيراعظم محمد شهباز شريف وئېلي دي د سعودي پلاوي دورې په نتيجه كښې به پاكستان كښې د اربونو ډالرو سرمايه كاري كېږي٬موڼږ له هم به په دغسې خوارۍ دا سرمايه كاري پاكستان ته راوړل او منصوبې بشپړول دي٬زه باور لرم چې كه چرې مونږ دا ډول مخنت كوو نو د پاكستان د پرمختګ او خوشحالۍ او معاشي استحكام هدف به ډېر زر سر كړو ۔د وزيراعظم آفس پرېس ونګ لخوا جاري شوي بيان له مخې د دې خيالاتو څرګندونه وزيراعظم محمد شهباز شريف د شورو په ورځ د كابينې غونډې ته خطاب كښې وكړه۔وزيراعظم په ابتدائي خبرو كښې كابينې ته د كوچني اختر مباركي وركړه او د روژې مباركې په طفيل ئې پاكستان لپاره د پرمختګ او خوشحالۍ دعا وكړه ۔وزيراعظم ووئيل د سعودي ولي عهد عزت مآب شهزاده محمد بن سلمان مننه كوو چې زما د اوسنۍ دورې نه پس د هغه په خاص خوښۍ د سعودي پلاوي د پاكستان دوره وكړه ۔وزيراعظم د وفاقي كابينې او د اړوندو چارواكو لخوا د سعودي پلاوي كاميابې دورې لپاره هڅې وستائېلې۔ده ووئيل د سعودي پلاوې د پاكستان وزيرانو او چارواكو د چمتوالي نيولو څخه متاثره شوے او د سعودي خارجه وزير عزت مآب شهزادہ فیصل بن فرحان آلسعود دا ښكاره وئېلي دي۔وزيراعظم ووئيل د سعودي پلاوي دورې په نتيجه كښې به په پاكستان كښې د اربونو ډالرو سرمايه كاري وشي۔ده ووئيل موڼږ له به هم په دغسې محنت سره دا سرمايه كاري پاكستان ته راوړل او منصوبې بشپړول وي۔وزيراعظم ووئيل مونږ به د خپل اولس سره شوي لوظ له مخې د پاكستان پرمختګ او خوشحالۍ لپاره شپه ورځ كار كوو او زه باور لرم چې كه چرې مونږ دا ډول مخنت كوو نو د پاكستان د پرمختګ او خوشحالۍ او معاشي استحكام هدف به ډېر زر سر كړو
د سعودي پلاوي دورې په نتيجه كښې به پاكستان كښې د اربونو ډالرو سرمايه كاري كېږي۔ د وزيراعظم محمد شهباز شريف د كابينې غونډې ته وينا
مضمون کا ماخذ : لوٹیریا کے اعدادوشمار