پېنډۍ 29 فروري (اے پي پي) د پاك پوځ اووم ټيم اسپيرټ مشق 2024 د يوې غوره دستورې سره پائې ته ورسېد٬ د پوځ سرلښكر جنرل سيد عاصم منير په دستوره كښې د خاص مېلمه په حېث ګډون كولو۔ د آئي اېس پي آر له مخې د پاك پوځ اووم ټيم اسپيرټ مشق په کھارياں ګيريژن كښې پائې ته ورسېد٬ د 60 ساعته اوږد مشق مقصد د تجربو د اشتراك د لارې جنګي پوهه زياتول وو٬ په دې مشق كښې د پاك پوځ اوو او د دوست هېوادنو 15 ډلو برخه اغستله٬ په دوست هېوادونو كښې بحرېن، اردن، قازقستان، سعودي عرب، مالديپ، مراکش٬ قطر، امريکا، ازبکستان، سري لنکا، تھائي لېنډ او د ترکيه ډلې شامل وې ٬ په دې مشق كښې د آذربائيجان، چين، المان، انډونيزيا، سعودي عرب او ميانمار د مبصر په توګه ګډون كولو۔ د آئي اېس پي آر له مخې مشق د پنجاب په نيمه غرئيزه سيمه كښې د 25م نه تر 27مې فرورۍ وشو٬ سرلښكر د ګډون كوٶنكو ډلو د وظيفائي پوهې او د لوړو حوصلو ستائنه وكړه۔ سرلښكر ووئيل د دغسې مشقونو په مهال د شريكې زده كړې موقعې ترلاسه كېږي٬ دا فورم د ټولو ګډون كوٶنكو عسكرو وظيفائي پوهه او لائحه په مناسب ډول يو كوي، كوم چې د جنګ د بدلېدونكي كردار په وړاندې ضروري ټيم اسپېرټ ته وده وركوي٬ په پائې كښې د مشق ګډون كوٶنكو ته انفرادي او د ډلې انعامونه وركړے شول٬ نړيوالو مبصرينو او د ګډون كوٶنكو هېوادونو دفاعي اتاشي هم په دستوره كښې د شاملو ستائنه كړې۔ د دې نه وړاندې د سرلښكر په رسېدو د منګلا كور كمانډر د دوي هركلے وكړو۔
د پاك پوځ 7 ټيم اسپيرټ مشق 2024 پائې ته ورسېد٬ د پوځ سرلښكر جنرل سيد عاصم منير په دستوره كښې د خاص مېلمه په حېث ګډون
مضمون کا ماخذ : نتیجہ یہ ہے کہ