اسلام آباد 18جنوري (اے پي پي) د صدر ډاكټر عارف علوي كورودانې بيګم ثمينه علوي د خصوصي وګړو په قامي چوكاټ كښ?? د ??املولو په حاجت زور راوړلو سره وئيلي دي خصوصي وګړي دې حكومتي آسانيو څخه ګټه پورته كولو لپاره خپل رجسټريشن لازمي وكړي، حكومت هغوې له هر ډول ??سانيو وركولو لپاره لوظي دے، خصوصي وګړي د ټولنې فعاله او كارآمد وګړو جوړولو لپاره لا كار كولو ته اړتيا ده ، شته مند ، فلاحي ادارې او ډونر تنظيمونه د?? د ??ې مقصد لپاره راوړاندې شي۔دې د نهې په ورځ نېشنل انسټي ټيوټ آف ري هيبليټيشن ميډيسن (NIRM) كښ?? د ??اؤد ګلوبل فاؤنډېشن (DGF) او اسلام آباد فا??ن ويمنز ايسوسي ايشن (IFWA) په اشتراك سره معذوره كسانو له د 100 وهيل چيئرز وركولو دستورې ته وينا كوله۔ ثمينه علوي ووئيل خصوصي وګړو له تع??يم او پيشه وره تربيې وركولو سره سره د هغوې لپاره روزګار هم باوري كول ?? هغوې خود انحصارۍ لپار?? ضروري دے ۔ دې ووئېل مونږ له به داسې اقدامات كول وي چې هغوې خپله معذوري د خپل پرمختګ په لاره كښې خنډان ونه ګڼي۔دې ووئيل دا د بدقسمتۍ خبره ده چې د معذوره كسانو اكثريت د ويړيا تع??يم موقعو شته والي باوجود اعليٰ تع??يم نه ترلاسه كوي۔دې په معذوره كسانو زور راوړو چې خپل كاروبار پيل كولو سره يا په ملازمت اډانه هنر زده كولو لپاره د آمدن ذريعو پيدا كولو هڅه وكړي ځكه چې هله به خود مختاري ترلاسه كېږي۔ وړومبنۍ مېرمن ثمينه علوي په دې موقع موجود وميرمنو او ماشومانو له 31 وهيل چيئرز وركړل دغسې په نورو رنځونو اخته كسانو له په روغتون كښې 69 وهيل چيئرز هم اېښودلې شوي
خصوصي وګړي دې حكومتي آسانيو څخه ګټه پورته كولو لپاره خپل رجسټريشن لازمي وكړي،د وړومبۍ ميرمن بيګم ثمينه علوي معذوره كسانو له د 100 وهيل چيئرز وركولو دستورې ته وينا
مضمون کا ماخذ : کڑک