اسلام آباد 14 مئي (اے پي پي) خارجه وزير بلاول بھټو زرداري وئيلي دي کراچۍ كښې د ترهګرۍ په پېښه كښې ككړو كسانو ته به سخته سزا وركولې شي، د چين وګړي زمونږ مېلمانه دي او د دوي حفاظت زمونږ ذمه واري ده٬ پاكستان او چين عمر له د ټولو چېلنجونو په ګډه مقابله كړې ۔ د دې خيالاتو څرګندونه ده په خارجه وزارت كښې د كراچۍ ترهګرۍ ښار د چين وګړو په ياد كښې تابيا كړې دستورې ته وېنا كښې وكړه۔ خارجه وزير ووئيل نن د ترهګرۍ ښكار شوو د چين وګړو په ياد كښې دلته راغونډ يو ٬ د چين استاذانو د پاكستان زده كوٶنكو ته د چين ژبه ښودله،٬ مونږ په كراچۍ كښې د ترهګرۍ د پېښې په سختو ټكو غندنه كوٶ او په پېښه كښې ككړ كسان به انصاف سره مخ كولې شي۔ بلاول بھټو زرداري ووئيل د چين وګړي د سندھ په سرښار كښې د ترهګرۍ پښې سره مخ شوي، يو پاكستانے دا نشي برداشت كولے چي مېلمانه ئې د ترهګرۍ ښكار شي۔ ده ووئيل په نړۍ كښې د پاكستانيانو د مېلمستياﺀ مثالونه موجود دي
کراچۍ كښې د ترهګرۍ په پېښه كښې ككړو كسانو ته به سخته سزا وركولې شي۔ د بلاول بھټو زرداري په كراچۍ كښې د ترهګرۍ ښكار د چين وګړو په ياد كښې دستورې ته وېنا
مضمون کا ماخذ : اسلام آباد لاٹری