اسلام آباد 25 اکتوبر(اے پی پی) د اطلاعات او خپرونو وفاقي وزير عطاﺀ تارړ وئېلي دي چې د تشدد او انتشار سياست د پي ټي آئي تاريخ پاتے شوے دے٬تحريك انتشار په سنګ جاني ??ول پلازه د بنديانو په ګاډو منصوبه بندۍ سره بريد وكړو٬د پي ټي آئي د صوبائي اسمبلۍ غړي زوي پشمول څلور بريد كوونكي نيولې شوي دي٬دوه ګاډي او وسله په قبضه كښې اخستلې شوې ده٬??ول قيديان د پوليس په تحويل كښې دي۔په دې پیښه كښې څلور پوليس اهلكار ژوبل شوي۔پوليس د ??ول صورتحال په مړانه مقابله كړی٬د ر??است عملداري به په هر صورت په ځاې ??اتلې شي٬بريد كونكو ته به د قانون له مخې سخته سزا وركولې شي۔ د جمعې په ورځ په سنګجاني ??ول پلازه د بنديانو په ګاډو د ترسره شويو بريدونو په اړه خپلو خاص خبرو كښې وفاقي وزير ووئيل مونږ په سنګجاني ??ول پلازه د تحريك انتشار كارمندانو د بنديانو په ګاډو بريد وكړو۔دا نيولې شوي تورن اټك جيل ته منتقل كولې شوو۔ده ووئيل تحريك انصاف د يوې منصوبې لاندې په پوليس وين بريد وكړو٬څلور بريد كونكي نيولې شوي دي٬په كومو كښې چې د صوبائي اسمبلۍ د غړي لياقت زوې هم شامل دے۔تورونو په پوليس هم ډزې وكړی او هڅه يې وكړه چې ملزمانو ته د تېښتې موقع وركړی شي۔ده ووئيل په دغه ګاډو وسله والو كارمندانو بريد وكړو او ټولو 82 تورونو ته يې د تښتېدو موقعې وركولو هڅه وكړه۔19 بنديوان تښتېدلې و كوم چې دوباره ګرفتار كړی شوي دي۔وفاقي وزير ووئيل د تورونو په ضد به سخته كاروائي كولې شي۔اېف آئي آر به هم درج كولې شي۔ده ووئيل په ??ول پلازه سي سي ټي وي فوټېج موجود دې۔په دې پېښه كښې د ايم پي اے زوې هم ككړ دے د كوم په ضد چې كاروائي كولې شي۔ده ووئيل د نورو تورنو شناخت شوې دې۔ده ووئيل د ر??است عملداري به په ځاې كولې شي چا سره به كوم رعايت كولې نه شي۔وفاقي وزير ووئيل په مهذب ټولنو كښې داسې تورونو ته سزا ګانې وركولې شي۔ده ووئيل كه د 9 مئي تورونو ته سزا وركړی شوې وه نو د دې ډول بريدونو كولو جرات به چا نه نه لرلو۔ده ووئيل په پیښه كښې ككړ څلور تورن نيول شوي دي كومو څخه چې تحقيقات روان دي۔25 څخه تر 30 كسانو بريد وكړو هغوي به هم ګرفتار كولې شي او په ضد به يې كاروائي كولې شي۔وفاقي وزير ووئيل د ر??است عملداري چېلنج كول لړۍ به بنده شي او مثال به قائم كړې شي چې راتلونكې كښې څوك د بنديانو په ګاډو د بريد سوچ هم ونه كړی شي۔
د تشدد او انتشار سياست د پي ټي آئي تاريخ پاتے شوے ٬تحريك انتشار په سنګجاني ټول پلازه د بنديانو په ګاډو منصوبه بندۍ سره بريد وكړو٬د رياست عملداري به په هر صورت په ځاې كولې شي۔د اطلاعات او خپرونو وفاقي وزير عطاﺀ تارړ
مضمون کا ماخذ : پریمیوس لوٹومینیا