مردان 03ستمبر (اے پی پی) د كورنيو چارو وزیر چوهدری نثارعلی د خالي په ورځ د مردان ډسټرکټ هيډ کوارټر روغتون ته لاړو چرته چې هغه تيره ورځ د مردان کچهرو په بمي چاؤدنه كښې د ژوبل كس??نو تپوس پوښتنه وكړه ۔ ده مردان کچهرو كښې د چاؤدنې د ځائې څارنه هم وكړه او د وكيل??نو سره ئې غمرازي ښكاره كړه۔ دې نه بس بارروم كښې وكيل??نو ته خپل خطاب او کمشنر آفس كښې ميډيا ته بریفنګ كښې چوهدری نثارعلی ووئيل د وزیراعظم او حکومت د اړخه د مردان پې??ه كښې په شهادتونو غمرازي كوم ۔ ده ووئيل وکيل??نو لوئې لوئې جنګونه ګتلي او په خاص توګه جمهوریت لپاره وكيل??نو لوئې قربانۍ وركړي ، ده ووئيل د ترهه ګرۍ په ضد د ټوپك او توپونو جنګ مونږ ګټلې او ترهه ګرو ته ماتې وركړې شوېې او هغوي پښې وېستلې او د پولې سره نزدې پټ شوي ۔ ده ووئيل د ترهه ګرۍ په ضد جنګ به تر منطقی انجام رسولې شي۔ ده ووئيل د ترهه ګرو سهولت کارو له به هم سزا وركولې شي ۔ ده ووئيل ترهه ګر هيواد كښې مایوسی او اړې ګړې لپاره مردان،پېښور ،بنو ، صوابی او نورو سيمو كښې آسان هدفونه په ن??ه كوي خو هغوي به خپلو ناوړه كاروائيو كښې چرته هم بريالي نه شي ځكه چې مردان كښې هغوي ته محسوس شوه چې بهادراولس د ترهه ګرۍ ختمولو لپاره لوظي دے۔ ده ووئيل قام د مردان وګړو او شهيد??نو كورنيو سره د هغوي پھ غم كښی برابر شريك دے۔ ده ووئيل نائن الیون نه پس 2009 نه تر 2013ءبه د ورځې 5 او 6 چاؤدنې كيدې او تر دې چې د اسلام آباد په ریډزون كښې هم د ترهه ګرۍ پېښې شوي خو د 2013ء نه پس د ټول قام په ملاتړ د ترهه ګرۍ په ضد د پريكړې وړ جنګ پيل شوے او د هغې په نتيجه كښې د ترهه ګرۍ پېښې كمې شوې۔ ده ووئيل صوبائی حکومتونو سره انټیلی جنس راپور شیئرکېږي خو مونږ چا ته ګوته نه شو نيولې۔ ده ووئيل اوس هم خرابۍ شته د كومو ختمولو له چې به په ګډه كار كول وي۔ ده ووئيل د کراچۍ په هوائي ميدان د بريد نه پس د ضرب عضب پريكړه شوې وه۔ په علياتو كښې 5 سوه پوځي افسران او ځوانان شهیدان شوي۔ ده ووئيل ترهه ګر اوس آسان هدف په ن??ه كوي او هغوي مايوسه شوي ٬ده ووئيل مونږ نفسیاتی جنګ ګتلې كوم كښې چې ټول قام زمونږ سره ولاړ دے ۔د ترهه ګرۍ په ضد جنګ كښې ډير كار پاتې دے پاکستان د ترهه ګرۍ په ضد جنګ لويه برخه ګټلې ٬ ده ووئېل ترهه ګر اوس تښتيدلې او د پاکستان څخه به په بشپړه توګه ترهه ګري ختمولې شي۔ده ووئيل د مردان پولیس د مړانې څرګندونه كړي په دې كښې هيڅ شك نشته چې د ترهه ګرۍ په ضد جنګ سیاست کول به د پاکستان د سباؤن سره لوبې كول وي۔ ده ووئيل د افغان كډوالو ستنيدو په ??ړه به يوه قامی پالیسی ??وړ??لې شي چې پكښې به د اعلیٰ وزير??نو سره خبره كولې شي ۔
د كورنيو چارو وزیر چوهدری نثار علی خان مردان روغتون ته لاړ ، ځانمرګي چاؤدنه كښې د ژوبل كسانو تپوس پوښتنه ئې وكړه
مضمون کا ماخذ : نقدی پھٹنا