كلرسيداں 04 جون (اے پی پی)د كورنيو چارو وفاقي وزير چوهدري نثار علي خان وئېلي دي چې مونږ امريكې يا كوم بل چا له نه بلكې د پاكستان اولس او پارلمان له ځواب وركونك?? يو٬اولس دې د شناختي كارډونو په تصديق كښې ?? نادرا مرسته وكړي٬په وړومبي پړاؤ كښې ??ه د دوه نيم كروړه كورنيو مشرانو ته تصديق له پیغام لېږلې شي چې د هغوي پ?? فيملي ټري كښې كوم بل تن شامل خو نه دے٬غېر قانوني شناختي كارډ جاري كونكي د نادرا عملې او شناختي كارډ لرونكو له د دوه مياشتو مهلت وركوو٬پارلماني نظام كښې ?? وزيراعظم ځاې كوم بل څوك نه شي اخستې٬د بلاول زرداري پ?? غېر سنجيده بيان تبصره كول نه غواړم۔د خالي پ?? ورځ كلرسيداں كښې ?? تحصيل ميونسپل كميټۍ نوې ټاكل شويو غړو په درناوي كښې ?? استقباليې پھ موقع مېډيا سره په خپلو خبرو كښې چوهدري نثار علي خان ووئيل چې خپله سيمه كښې ??ه د څلور اربه روپو پرمختيائي پروژې پیل كوم۔د يوې پوښتنې په ځواب ده ووئيل چې زما په اړه د بلاول بيان داسې سنجيده نه دې چې په هغې تبصره وكړی شي۔بلاول دومره ماشوم هم نه دے خو د سياست نه خبر نه دے٬زه د هغه په بيان تبصره نه كوم۔د يوې پوښتنې په ځواب چوهدري نثار علي خان ووئيل د معمولي مسئلې نه په لويه مسئله جوړولو افسوس كوم۔زه 32 كلونو راهيسې سياست كښې يم٬د رول آف بزنس نه خبر يم٬د اولس پام غېر موزون څيزونو پلو راګرځول يو روايت جوړ شوے۔داخله وزير ووئيل پارلماني نظام كښې ?? وزيراعظم ځاې كوم بل څوك نه شي اخستې۔پارلماني نظام كښې ?? ايوان مشر وزيراعظم وي او د هغه په غېر موجو??ګۍ كښې كابينه خپل كار كوي۔د پاكستان كابينه خپل كار كوي۔ده په دې لړ كښې ?? برتانيې٬امريكې او كاناډا مثال وركولو سره ووئيل چې په دغه هېوادونو كښې ?? وزيراعظم د ناروغۍ يا غېر ملكي دورې پھ صورت كښې كابينه خپل كار كوي۔چوهدري نثار علي خان ووئيل مونږ كوم بل چا له نه بلكې پاكستان اولس او پارلمان له ځواب وركونك?? يو
د كورنيو چارو وفاقي وزير چوهدري نثار علي خان كلرسيداں كښې مېډيا سره خبرې
مضمون کا ماخذ : راکی