پېنډۍ۔26جنوری(اے پی پی) داخله وزير شېخ رشيد احمد وئيلي دي اپوزيشن اول له د استعفاګانو او بيا د عدم اعتماد نه شاته پټ شو٬ يو نيم كال به دوي نور هم خوار او ذليل شي٬ مولانا فضل الرحمن غېر ذمه وار بيانونه وركوي٬ اپوزيشن كومه ايجنډا نه لري۔ د دې خيالاتو څرګندونه هغه د شورؤ په ورځ سپورټس کمپلیکس پنډی كښې د لوبو آسانيو پرانستې په موقع ميډيا سره خبرو كښې وكړه۔ وفاقي وزير ووئيل د آزاد کشمیر او ګلګت بلتستان اعلیٰ عهدیدارانو ته به هم بليو پاسپورټس جاري كولې شي ، د رنګ روډ سره سره به لئی اېکسپرېس وے هم پايې ته رسوؤ۔ اپوزیشن ته وفاقي وزير ووئيل دوي دې په 23 مارچ هم راشي٬ كه قانون لاس كښې نه اخلي نو قانون به د دوي په خلافپه حركت كښې نه راځي۔ هغه ووئيل پېنډۍ د شريفو وګړو ښار دے ٬ زمونږ لونړه لوستې دي ٬ دلته درې پوهنتونه جوړ كړې شوي۔ داخله وزير ووئيل په درې نيم كاله كښې اپوزيشن په قامي اسمبلۍ يا سېنېټ كښې په يو بل هم عمران خان له ماتې نه ده وركړې۔ اپوزيشن د استعفاګانو شور كوي ولې دوي اول د استعفاګانو نه تېښته كړې او يا بيا د عدم اعتماد نه ٬ اوس دې د 23 مارچ د لاريون كولو شوق هم پورا كړي۔ هغه ووئيل جمهوري طريقه دا ده چې تاسو په اسمبليو كښې خبره وكړې ٬ تاسو د سړك انتخاب وكړو ٬ دوي به يو نيم كال نور هم خوار او ذليل شي۔ هغه ووئيل فضل الرحمن د تكبر او غېر ذمه واره خبره كړې ۔ شېخ رشيد ووئيل زمونږ د تعليم مشن ترسره شوے ۔ په پېنډۍ كښې 60 تعليمي ادارې او درې پوهنتونونه بشپړ شوي۔ هغه ووئيل د مري په پېښه مونږ افسوس لرو ٬ داخله وزير ووئيل دوه شپې زه دغلته پاتې شوے يم او 7 سوه ګاډي مې راويستلي۔ په مري كښې چې څه شوي هغه په ګاډو كښې د ګاز په سبب دي۔ هغه ووئيل اپوزيشن ته وايم چې د مارچ 23 مه نېټه ډېره حساس ده ٬ زياتې لارې به بندې وي٬ د اسلامي نړۍ ګڼ شمېر خارجه وزيران او نور مهم شخصيات به راځي۔ اپوزيشن دې د راتللو شوق پوره كړي خو دوي به ماتې خوري۔ هغه ووئيل اپوزيشن لپاره تر هغه وخت كومه مسئله به نه پېدا كوو تر كومې چې دوئي د قانون لپاره كومه مسئله راپېدا كړې نه وي۔
اپوزيشن اول له استعفاګانو او بيا عدم اعتماد شاته پټ شو٬ يو نيم كال به نور هم خوار او ذليل شي٬ مولانا فضل الرحمن غېر ذمه وار بيانونه وركوي٬ داخله وزير شېخ رشيد احمد
مضمون کا ماخذ : ٹمپل ٹمبل