اسلام آباد 21 جولائی (اے پی پی) د اطلاعات او خپرونو دوهمې وزيرې مريم اورنګزېب وئېلي دي پھ ټاكلې شوي وزيراعظم د يوې روپۍ كرپشن هم ثابت نه شو٬ وزيراعظم د قانون پاسدارۍ له خپله ټوله كورنۍ احتساب ته وړاندې كړې ده ٬وزيراعظم خپل درې نسلونه احتساب له وړاندې كړي٬ د عدالت پريكړه به د آئين او قانو له مخې كېږي٬ د جے آئي ټي راپور په بدنيتۍ اډانه دے ٬ وزير اعظم د استثٰي حق لرلو سره دغه استعمال نه كړو ٬ او خپل ځان ئې عدالت ته احتساب لپاره وړاندې كولو كوم چې يو روايت شو٬ مخالفين پخپله عدالتونو ته نه وړاندې كېږي ٬ ټول قام په بني ګاله كښې د يو كس د هرې ورځې تماشې او تورونو لګولو څخه خبر دي بايد دغه تماشې ختمې كړې شي ٬د بس بنسټه تورنو لګوننكې به يو ځل بيا د 2018 په ټول ټاكنو كښې ماتي سره مخ كېږي ٬ په جے آئي ټي د پلټنو په مهال چې كوم تح??ظات مونږ لرل د هغې نه عدالت خبر كړې شوې ٬ بايد ټولې چارې پانامه سره ونه تړلې شي ٬ چوهدري نثار د مسلم ليګ (ن) سپاهي او د وزيراعظم نزدې ملګرې دے٬ عمر له د عدالت احترام كوو۔د جمعې په ورځ د سترې محكمې په خوا كښې خبريالانو سره په خبرو كښې مريم اورنګزېب ووئيل ځينې عناصر د قاضيانو ريماركس خپل ناوړه عزائم لپاره د كارولو هڅه كوي۔دې ووئيل د سماعت په مهال د قاضيانو ريماركس تر هغه وخت تبصره ده تر څو چې عدالت خپل لېكلې امر نه وي جاري كړې۔دې ووئيل شريفې كورنۍ د اړخه دوه دستاويزات وړاندې كړې شوي كوم چې پھ بشپړه توګه تصديق شوي او سرټيفائيډ دي۔دې ووئيل شريفه كورڼۍ د جے آئي ټي پھ بدنيتۍ اډانه په غېر تصديق شوو دستاويزاتو د اعتراض كولو قانوني حق لري۔مريم اورنګزېب ووئيل عدالت پھ دې اړه د شريفې كورنۍ وكيل د اړخه پورته كړې شوې نكتې نوټ كړي چې برتانيه كښې لاﺀ فرمز 24 ساعته او په اونۍ كښې 7 ورځې پرانستي وي او تر دې چې موكل له قانوني مرستې وركولو لپاره د هغه كور ته هم ځي۔دې ووئيل شريفې كورنۍ د جے آئي ټي جو??ول?? او هغوي سره د رويې په ضد خپل تح??ظات عدالت كښې رجسټرډ كړي او بېنچ هم دا اعلان كړې چې د جے آئي ټي د راپور نه پابند يو او نه دا عدالتي پريكړه ده۔دې ووئيل عدالت به د قانون په بنياد پريكړه كوي هغه به د ځينې كسانو په خواهش پريكړه نه كوي۔دوهمې وزيرې ووئيل د وزيراعظم اقتصادي راهدارۍ پروژه كاميابېږي۔د اطلاعات دوهمې وزيرې ووئيل د وزيراعظم د اړخه د لواري ټنل پروژې په پرانسته د تحريك انصاف چيئرمېن له مباركي وركوو۔دې ووئيل سباؤن كښې به مهم پرمختيائي پروژې روانې ساتلې شي۔د يوې پوښتنې پھ ځواب دې ووئيل چوهدري نثار علي خان د وزيراعظم ملګرې دے او د هغه په اړھ خبرونه په بدنيتۍ اډانه دي۔دې ووئيل مسلم ليګ(ن)د عدليې پھ آزادۍ باور لري۔د دې نه پس پي ټي وي سره په خپلو خبرو كښې دې ووئيل د حسېن نواز د عكس ليك كېدو پھ معامله عدالت د مسلم ليګ(ن)دريځ منلې۔دې ووئيل د پاكستان اولس شعور لري او د مخالفې ډل?? د پروپیګنډې څخه خبر دے
پھ ټاكل شوي وزيراعظم د يوې روپۍ كرپشن هم ثابت نه شو٬ وزيراعظم د قانون پاسدارۍ له خپله ټوله كورنۍ احتساب ته وړاندې كړې
مضمون کا ماخذ : لاٹری جیتنے کی ترکیبیں