اسلام آباد 28 ستمبر (اے پي پي) د كورنيو چارو او د احتساب صلاحكار شهزاد اكبر وئېلي دي چې د شهباز شريف په ضد په پاكستان ??ښې د مني لانډرنګ مقدمې دي٬په برتانيه كښې د هغه په ضد كومه مقدمه نه وه چلولې شوې٬په مېډيا كښې د هغه د بري كېدو تاثر درست نه دے۔د نهې په ورځ خبريالانو سره په خبرو كښې ده ووئيل چې د برتانيې نېشنل كرائم ايجنسۍ د سلمان شهباز دوه اكاؤنټس منجمد كړي وو او اوس يې هغه بحال كړې دي۔نېشنل كرائم ايجنسي د شك په بنياد كوم هم اكاؤنټ 12 مياشتو ??پا??ه بندولې شي۔ده ووئيل چې د شهباز شريف په ضد په برتانيه كښې د مني لانډرنګ په اړه كومه مقدمه نه وه چلولې شوې٬دا د سلمان شهباز معامله وه٬د شهباز شريف نه د خپلو بچو په باره كښې چې كله پوښتنه وكړی شي نو هغه د دې څخه د لاتعلقۍ اعلان ??وي۔ده ووئيل چې د شهباز شريف په ضد د 7 اربه روپو د مني لانډرنګ مقدمه د لاهور په احتساب عدالت كښې ده چې پكښې 12 ??وا??ان ??ه عدالت كښې وړاندې شوي دي٬نور ??وا??ان به هم وړاندې كېږي او پريكړه عدالت ته كول دي۔ده ووئيل چې د شهباز شريف٬حمزه شهباز او د مفرور سلمان شهباز په ضد د 25 ارب روپو مقدمه چلېږي۔ده ووئيل چې په مېډيا كښې دا تاثر وركړې شوې چې شهباز شريف بري شوې٬دا تاثر هم وركړې شوې چې دا مقدمه نېب يا ايسټ ريكوري يونټ پېل كړې وه۔دا دواړه خبرې مكمل غلطې دي۔
د شهباز شريف په ضد په پاكستان كښې د مني لانډرنګ مقدمې دي٬په برتانيه كښې د هغه په ضد كومه مقدمه نه وه چلولې شوې٬په مېډيا كښې د هغه د بري كېدو تاثر درست نه دے۔د كورنيو چارو او د احتساب صلاحكار شهزاد اكبر
مضمون کا ماخذ : گولڈ رش