اسلام آباد 27 مئي (اے پي پي) وزيراعظم عمران خان سره د ملګرو ملتونو عمومي اسمبلۍ صدر ولکن بوزکر د زيارت پھ ورځ ليدلي دي ۔ د ملاقات په مهال په سيمه ايز او نړيوال امن، سلامتيا او ملګرو ملتونو په ايجنډا د فلسطين او جمو او کشمير په مهمو شخړو ، افغان امن عمل، جرمونو ، بدعنوانۍ او بډو آمدن غير قانوني منتقل كولو ، كوټلي پرمختګ او د کووډ۔19 وبا په تناظر كښې د اقتصادي بحالۍ هڅو په اړه د خيالاتو څرګندونه شوې۔ وزيراعظم ميډيا آفس لخوا جاري بيان له مخي وزيراعظم عمران خان د فلسطين په مسئله د ملګرو ملتونو عمومي اسمبلۍ صدر په خصوصي غونډه رابللو د عمومي اسمبلۍ صدر کردار ستائلو سره ووئيل د جنګ بندۍ اعلان نه پس امن عمل بحالي او د ملګرو ملتونو اړوندو قراردادونو او دوه رياستي وژن له مخي بايد د فلسطين مسئلې منصفانه او پوخ حل لپاره اقدامات وكړې شي۔ وزيراعظم د ماحولياتي بدلون او ماحولياتي مسائلو حل كولو له د ملګرو ملتونو ترمخه د نړيوالي مرستي زياتولو او د پرمختګ كوونكو هېوادونو مرسته كولو له قرض كښې ريليف ، د اقتصادي بحالۍ هڅې او تر 2030 د كوټلي پرمختيائي اهداف سر كولو حاجت رامخي ته كړو۔دغسې ولکن بوزکر وزيراعظم د مهمو نړيوالو سياسي ، سماجي او اقتصادي مسئلو حل لپاره د عمومي اسمبلۍ په خپله مشرۍ كښې د غونډې بيل اقدامات په اړھ خبر كړو۔ ولکن بوزکر 26 نه تر 28 مئي د خارجه وزير شاہ محمود قريشي په بلنه د پاکستان په دوره دے۔ ولکن بوزکر د ملګرو ملتونو عمومي اسمبلۍ صدارت کونكے د تركيه وړومبے شهري،پخوانې سفارتکار او سينئر سياستمدار دے
وزيراعظم عمران خان سره د ملګرو ملتونو عمومي اسمبلۍ صدر صدر ولکن بوزکر وليدل
مضمون کا ماخذ : apostas quina