ډيووس 18 جنوري (اے پي پي)وزيراعظم محمد نواز شريف وئېلي دي پاكستان سري لنكا سره خپلو اړيكو ته ډېر اهميت وركوي كومې چې په ښه ملګرتيا اډاڼه دي٬ تېرو 6 لسيزو كښې دې اړيكو استحكام موندې٬د پاكستان غواړي چې سوئېلي آسيا سره د امن مرستې ته وده تر لاسه يي٬د غريبۍ خاتمې او اقتصادي پرمختګ له امنيت او استحكام ضروري دے٬پھ دې لړ كښې مونږ سري لنكا يو مهم شراكتدار ګڼو۔ده دا خبره د شورو په ورځ نړيوال اقتصادي فورم په موقع د سري لنكا وزيراعظم رنيل وكرم سنګهے سره د ملاقات په مهال كړی۔وزيراعظم محمد نواز شريف ووئيل د منطقې هېوادونو سره ښو اړيكو ته وده وركول زمونږ پالېسي ده دغسې چې اولس ته د سيمه ايز يو والي ميوې اورسي ۔ده ووئيل پاكستان سارك له لويې اهميت وركوي او پاكستان د سارك د منشور ??مقاصدو او اصولو بشپړه عزم لري ٬ وزيراعظم ووئېل پاكستان سارك يو متحرك سيمه ايز تنظيم ليدل غواړي او دا ګڼي چې بي آئي اېم اېس ټي اي سي د لارې سارك بدلېدې نه ش??٬ ده ووئېل پاكستان سره د كوټلو خبرو اترو د لارې د شخړيز كشمير پشمول ټولې تصفيه غوښتوونكې مسئلې هوارول غواړي۔ده ووئيل هندې پوځ مقبوضه كشمير كښې په بې ګناه كشميريانو ظلم كوي څوك چې د حق خود اراديت غوښتنه كوي۔ ده ووئېل هندي ځواكونو مقبوضه جمو كشمير كښې د بشري حقونو خلاف ورزۍ له امله د نړۍ پام اخوا كولو لپاره په لائن آف كنټرول تاؤ تريخوالې زيات كړی۔د سري لنكا وزيراعظم د پاكستان اولس لپاره د خپل هېواد او اولس ل??وا د نيكو هيلو څرګندونه وكړه او وې وئېل مونږ تجارت او دفاع په اړه لا مرسته كول غواړو٬ ده ووئېل دواړو هېوادونو له د تجارت لا زياتوالي لپاره هڅې كول پكار دي
تېرو 6 لسيزو كښې دې اړيكو استحكام موندې ٬ پاكستان غواړي چې سوئېلي آسيا سره د امن په اړه مرسته زياته شي
مضمون کا ماخذ : بک آف ڈیڈ