اسلام آباد 02 جون (اے پي پي) د خزانې وفاقي وزير ډاكټرمفتاح اسماعيل وئيلي دي حكومت په هېواد كښې كاروباردوسته ماحول لپاره لوظي دے ،د هېواد په معيشت كښې د جيولري صنعت كردار د ستائنې وړ دے او د هېواد په برآمدات كښې زياتوالې لپاره بايد دا صنعت خپل كردار ترسره كړي۔ده دا خبره د زيارت په ورځ آل پاكستان جيولرز ايسوسي ايشن پلاوي سره په ملاقات كښې كړي ۔د پلاوي مشري د ايسوسي اېشن چئيرمېن شهزاد اقبال كوله دغسې په دې موقع د اېف بي آر چئيرمېن او د خزانې وزارت او تجارت وزارت سينئير آفسران هم موجود وؤ۔ پلاوي د خزاني وزير له پاكستان كښې د جيولري څانګي او د هېواد په معيشت كښې په كردار بريفنګ وركړو۔هغه د خزانې وزير صنعت ته د پېښو ستونزو او ټيكس په اړھ هم خبر كړو او د مسئلو حل كولو لپاره ئې د حكومت څخه د اقدامات خواست وكړو۔د خزاني وزير ووئيل حكومت په هېواد كښې كاروبار دوسته ماحول جوړولو له لوظي دے،د هېواد په معيشت كښې د جيولري صنعت كردار د ستائنې وړ دے او د هېواد برآمدات كښې زياتوالې له بايد دا صنعت خپل كردار ترسره كړي ۔ دغسې پلاوي د مسئلو حل كولو په باور د خزاني وزير مننه وكړه۔
د هېواد په معيشت كښې د د كالو بترو صنعت كردار د ستائنې وړ دے، په برآمدات زياتوالي كښې بايد خپل كردار ترسره كړي ۔ د خزانې وزير مفتاح اسماعيل جيولري ايسوسي ايشن پلاوي سره خبري
مضمون کا ماخذ : لاٹری ٹکٹ آن لائن دستیاب