اسلام آباد۔9فروری(اے پی پی) خارجه وزير مخدوم شاه محمود قرېشي په هندي رياست كرناټك كښې د رامخې ته شوې پېښې سخته غندنه كولو سره سره وئيلي دي زمونږ اندېښنه اوس تر كشمير محدود پاتې نه شوه ٬ د كرناټك پېښه د دې ښكاره ثبوت دے۔ د شورؤ په ورځ د بی جے پی سرکار د ناروا پالېسيو له امله منطقې ته د پېښو خطرو په اړه په خپل يو بيان كښې خارجه وزير مخدوم شاه محمود قرېشي ووئيل مونږ په مقبوضه كشمير كښې د بشري حقونو سختو خلاف ورزيو پلو د نړيوالې ورورولۍ پام پرله پسې ګرځوؤ او وزيراعظم څو څو وارې دا وئيلي دي چې مونږ ته د اسلامو فوبيا په زياتېدونكو رجحان سخته اندېښنه ده۔ هغه ووئيل په نيامې كښې د او آئي سي په 47 مه غونډه كښې پاكستان نه يوازې د اسلامو فوبيا د زياتېدونكي رجحان په ضد غږ پورته كړو بلكې د اسلامو فوبيا په ضد په متفقه توګه منظور شوې قرارداد هم پاكستان وړاندې كړو۔ زمونږ اندېښنې نن سمې ثابتېږي ٬ د كرناټك پیښه د دې ښكاره ثبوت دے ٬ نن نړۍ دا ويني چې په هندوستان كښې د حجاب په نوم انجونې د زده كړو نه محرومېږي۔ شاہ محمود قرېشی ووئيل په هندوستان كښې اقليتونو سره ناروا سلوك كولې شي كوم چې د اندېښنې وړ خبره ده۔ خارجه وزير ووئيل په هندوستان كښې د كروړونو په شمېر مسلمانان ژوند كوي ٬ زمونږ يو تمدن دے يو تهذب او كلتور دے۔ هغه ووئيل تېره ورځ چې په كرناټك كښې څه شوي دي هغه په هندوستان كښې د مېشته مسلمانانو ضميرونو ته غږ كولو لپاره كافي دي۔ هغوي فشار سره مخ دي خو كه هغوي اوس غلي پاتې شؤ نو د ظلم دا لړۍ به بنده نه شي۔ شاہ محمود قرېشی ووئيل هغوي له به خپلو بنيادي حقونو لپاره ودرېدل وي۔ هغه ووئيل زه ددې پېښې غندنه كوم او د بشري حقونو تنظيمونو پام دې پلو ګرځول غواړم۔ شاه محمود قرېشي ووئيل كه پاك پروردګار ته منظور وي په 22/23 مارچ به اسلام آباد كښ د او آئي سي د خارجه كونسل 48 مه غونډه كېږي۔ په دې غونډه كښې به د فلسطين ٬ كشمير او اسلامو فوبيا مسئلو په شمول اسلامي نړۍ ته په پېښو چېلنجونو بحث كولې شي۔ هغه ووئيل مونږ له به دا هم كتل وي چې مونږ د مسلمانانو د حقونو تحفظ له د او آئي سي پلېټ فارم څنګه په مؤثره ډول كارولې شؤ۔
د خارجه وزير مخدوم شاه محمود قرېشي په هندي رياست كرناټك كښې د رامخې ته شوې پېښې سخته غندنه
مضمون کا ماخذ : ڈریگن کی قسمت