اسلام آباد۔27جولائی (اے پی پی) د اطلاعاتو او خپرونو وفاقي وزير چوهدري فواد حسېن وئيلي دي حکومت په انتخاباتي اصلاحاتو او نیب قوانینو آزاد زړه سره مخ په وړاندے تلل غواړي۔د ټاکنو کمېسیون غړو په ټاکل كېدو كښې د ځنډ تاثر سم نه دے۔ وزيراعظم به د آئين له مخې د مخالفې ډلې مشر څخه په دې معامله رائې اخلي۔ يو مضبوط الېكشن كمېشن په كوم چې ټول ګوندونه باور لي د پاكستان په ګټه دے۔ د نهې په ورځ خپل يو ټويټ كښی هغه ووئيل د عمران خان ستړې د يو سپېځلې نظام لپاره دي۔ حکومت په انتخاباتي اصلاحاتو او نیب قوانینو آزاد زړه سره مخ په وړاندے تلل غواړي۔ هغه ووئيل مونږ غواړؤ چې لويې چارې پارليمان كښې د رايو اتفاق سره ترسره كړې شي۔ هغه زياته كړه چې د سياسي نظام استحكام د آئين احترام سره تړلے دے او په انتخاب ٬ احتساب او قامي سلامتيا د رايو اتفاق به سياسي نظام مستحكم كړي۔
حکومت په انتخاباتي اصلاحاتو او نیب قوانینو آزاد زړه سره مخ په وړاندے تلل غواړي۔ د ټاکنو کمېسیون غړو په ټاکل كېدو كښې د ځنډ تاثر سم نه دے۔ د اطلاعاتو او خپرونو وفاقي وزير چوهدري فواد حسېن
مضمون کا ماخذ : فائر جوکر