اسلام آباد 10 فروري (اے پي پي) د اطلاعات او خپرونو وفاقي وزير چوهدري فواد حسېن سره د سپريم كورټ بار اېسوسي اېشن صدر محمد احن بهون او د سېكرټري وسيم ممتاز په مشرۍ كښې د وكيلانو پلاوي د زيارت په ورځ د هغه په دفتر كښې ليدلي دي۔په دې موقع د هاؤسنګ اينډ وركس ډائرېكټر جنرل او ډائرېكټر لينډ هم موجود وو۔په ملاقات كښې د وكيلانو لپاره د هاؤسنګ پروژې او د وكيلانو كالونۍ مسئلو حل كولو په اړه د خيالاتو څرګندونه وشوه۔وفاقي وزير د هاؤسنګ اينډ وركس ډيپارټمنټ ته د وكيلانو كالونۍ مسئلې په ترجيحي بنيادونو د حل كولو هم سپارښتنه وكړه۔د هاؤسنګ ډائرېكټر جنرل وكيلانو پلاوي له باور وركړو چې د وكيلانو كالونۍ مسئلو حل له به ټول خنډان لرې كولې شي۔دغسې وفاقي وزير وكيلانو له د هر ممكنه مرستې باور وركړو
مضمون کا ماخذ : ماہی گیری کا جنون