اسلام آباد 30 دسمبر (اے پي پي) د منصوبه بندۍ٬پرمختګ او اصلاحاتو وفاقي وزير احسن اقبال وئېلي دي چې د چين پاكستان اقتصادي راهدارۍ شريكې رابطې كمېټۍ د څلورو صوبائي پايه تحتونو لپاره د رېل ماس ټرانزټ پروژو منظوري وركړې۔اے پي پي سره په خاص خبرو كښې احسن اقبال ووئيل چ?? د رېل پروژه لاهور٬كراچۍ٬ پېښور او كوئټې لپاره منظور كړې شوې ده٬دا پروژه به په لاهور كښې د اورنج لائن ټرين پروژې پشان وي٬دا څلور پروژې د سي پېك فريم ورك برخه جوړ كړې شوي٬ده ووئيل چ?? د پاكستان او چين دوه اړخيزې اړيكې هېواد كښې د 9 صنعتي زونز ج??ړ ??ړی شوې لوظ نامې څخه وروستو يو نوې دور كښې داخل شوي۔دا اقتصادي زونز د وفاقي حكومت لخوا اسلام آباد٬كراچۍ نه ځانله د څلورو صوبو فاټا٬ګلګت بلتستان او آزاد كشمير بېلو ښارونو كښې جوړولې شي۔ده ووئيل چ?? سي پیك پروژه په ټول هېواد محيط ده٬دا پروژه د غه خلكو لپاره يو ښكاره پېغام دې څوك چې ا نډسټريل زون يوه صوبه كښې د جوړېدو تور لګوي۔ ده ووئيل چ?? د شريكې رابطې كمېټۍ د نوي روډ پروژو هم منظوري وركړه كوم كښې چې د چترال څخه چكدره ٬د ګلګت بلتستان څخه قراقرم٬مظفرآباد۔ميرپور۔مانسهره هائي ويز شامل ده۔ ده ووئيل چ?? د سي پېك پروژې سره به د هېواد معيشت ته وده ترلاسه شي٬د سټيل او سيمنټ انډسټري جوړولو سره به د روزګار نوې موقعې پیدا شي۔ده ووئيل چ?? كال 2018 كښې به په قامي ګرډ كښې 10 زره مېګاواټ اضافي برېښنا شامل ??ړی شي۔ 5 زره مېګاواټ برېښنا سي پېك او نوره 5 زره د وفاقي حكومت خپلواكۍ پروژو څخه به پیدا شي۔ده ووئيل چ?? حكومت اوس د ټرانسمېشن لائنونو پروژو ته خاص پام كړې دغسې چې سوئېلي پنجاب كښې د برېښنا پروژې قامي ګرډ سره وتړلې شي۔
د چين پاكستان اقتصادي راهدارۍ شريكې رابطې كمېټۍ د څلورو صوبائي پايه تحتونو له د رېل ماس ټرانزټ پروژو منظوري وركړه
مضمون کا ماخذ : تھنڈرسٹرک II