اسلام آباد 20اپريل (اے پي پي) صدر ډاکټر عارف علوي وئيلي دي پاکستان امريکې سره خپلې اړيكې مهمې ګڼي ، دواړه هېوادونه هپلو كښ?? تعميري را??طو سره سيمه كښ?? امن او پرمختګ ته وده وركولې شي۔د ايوان صدر پريس ونګ د اړخه جاري شوې بيان له مخې صدر مملکت د دې خيالاتو څرګندونه د امريكې د کانګريس غړې الهان عمر سره په خپلو خبرو كښ?? وكړه چا چې د شورو په ورځ په ايوان صدر كښ?? ده سره ملاقات كولو۔ صدر ووئيل پاکستان او د امريکې ترمينځه شريكې ګټې لپاره بيلو څانګو كښ?? دوه اړخيزه اړيكو لا قوي كولو ته اړتيا ده، دوه اړخيزه تګ را??ګ سره به د دواړه هېوادونو ترمينځه افهام و تفهيم كښ?? ښه والې را??ي۔ صدر ووئيل هند كښ?? د مودي حکومت د اړخه اقليتونو او په خاص توګه د مسلمانانو په ضد ظلمونه روان دي، هند د مسلمانانو په نسل كشۍ كښ?? ككړ دے او هغه د بشري حقونود سختو خلاف ورزو مرتکب شوے ۔ صدر ډاكټر عارف علوي د امريکې د کانګريس غړې سره د ملاقات ??ه مهال د سيمې امن زياتولو لپاره د پاکستان کردار او ترهه ګرۍ په ضد جنګ كښ?? د پاکستان قربانۍ رامخې ته كړې۔ده ووئيل آئي ټي په څانګه كښ?? پاکستان كښ?? د سرمايه کارۍ په زړه پورې موقع شته او د امريكې سوداګر په دې څانګه كښ?? سرمايه كاري كولې شي۔ په دې موقع په خپلو خبرو كښ?? د امريكې د کانګريس غړې الهان عمر ووئيل د دواړو هېوادونو ترمينځه اړيكو ښه كولو او د قوي كولو ډېر صلاحيتونه موجود دي۔ دې د اسلاموفوبيا په ضد د پاکستان کردار او په خاص توګه په دې اړه ملګرو ملتونو كښ?? د قرارداد منظوري وستائله۔
پاکستان امريکې سره خپلې اړيكې مهمې ګڼي، د دواړو هېوادونو ترمينځه تعميري رابطې سيمه كښې امن او پرمختګ ته وده وركولې شي، د صدر ډاکټر عارف علوي د امريکې کانګريس غړې الهان عمر سره خبرې
مضمون کا ماخذ : دیگر کلیدی الفاظ