كراچۍ 22 نومبر (اے پي پي) اولس مشر ممنون حسېن وئېلي دي چې پاكستان منطقه كښې اتومي توازن برابر ساتلو سره منطقه د كوم هم ډول حادثې څخه محفوظ ساتلې٬د هېواد دفاعي پیداوار كښې زياتوالي مقصد منطقه كښې د طاقت توازن په ځاې ساتل دي۔پاكستان امن خوښونكې هېواد دے او د هند پشمول ټولو ګاونډي هېوادونو سره د برابرۍ په كچه د ملګرتيا اړيكې غواړي۔د منطقې هېوادونه بايد د پخوا غلطو څخه سبق زده كولو سره ټوله نړۍ د لويې تباهۍ څخه بچ كولو له د نورو په كورنيو چارو كښې لاس وهنې څخه ډډه وكړي٬د سيمه ايز امن او استحكام د لارې منطقه كښې پرمختګ او څوكالي باوري كېدے شي۔د دې خيالاتوتو څرګندونه اولس مشر كراچۍ كښې آئيډياز 2016 په مهال يو سېمينار ته خپل صدارتي خطاب كښې وكړه۔سېمينار كښې د دفاعي پیداوار وفاقي وزير رانا تنوير حسېن٬وزيرانو٬پارلماني غړو٬د وسله والو ځواكونو مشرانو او ډي جي ميجر جنرل آغا مسعود اكرم پشمول نورو ګرانو مېلمنو لويې شمېر كښې ګډون وكړو۔اولس مشرووئيل د حكومت د غوره معاشي پالېسو په سوب پاكستان د دفاعي پیداوار پشمول بېلو څانګو كښې پرمختګ كړې۔دا وجه ده چې د دفاعي پېداوار دې نندارتون كښې د وړاندې په مقابله كښې زيات هېوادونه ګډون كوي۔اولس مشر ووئيل په لائن آف كنټرول دجنګ بندۍ پرله پسې خلاف ورزي كېږي چې په سوب يې د بې ګناه وګړو ځاني زيان كېږي۔ده ووئيل پاكستان به د كشميري اولس بشپړه سياسي٬سفارتي او اخلاقي ملاتړ روان ساتي۔اولس مشر ووئيل افغانستان زمونږ ګاونډي او ورور هېواد دے د دې امن او استحكام لپاره پاكستان اوږدې مودې راهيسې هڅې كوي۔ده ووئيل پاك چين اقتصادي راهدارۍ څخه ټوله منطقه ګټھ پورته كولې شي
پاكستان منطقه كښې اتومي توازن برابر ساتلو سره منطقه د كوم هم ډول حادثې څخه محفوظ ساتلې
مضمون کا ماخذ : میٹھا بونانزا