اسلام آباد 30 جنوری (اے پی پی) د كېډ دوهم وزير طارق فضل چوهدري وئيلي دي چې د پاكستان تحريك انصاف ټول تورونه د مفروضو په بنياد دي٬ ځكه ئې تر اوسه كوم ثبوت وړاندې نه كړو٬ لكه څنګه پي ټي آئي په كال 2013م كښې په مسلم ليګ ﴿ن﴾ د درغلې تور لګولې و او غلط ثابت شو دغسې به په شريف كورنۍ لګول شوي د مني لانډرنګ پشمول ټول ثبوتونه هم بې بنسټه ثابت شي۔ د سترې محكمې په خوا كښې خبريالانو سره په خبره كښې ده ووئيل چې نن په عدالت كښې د مني ټرېل ټول تفصيلات وړاندې كړې شوي دي۔ ده ووئيل چې څوك تور ولګوي ذمه واري لري چې ثبوت هم وړاندې كړي او چې د پي ټي آئي ټول تورونه بې بنسټه دي نو ځكه ئې تراوسه ثبوت هم وړاندې نه كړو۔ ده ووئيل چې عمران خان د دې خبرې كرېډټ اخلي شرېف كورنې سره احتساب د ده د هڅو نتيجه ده خو په دې كښې هېڅ صداقت نشته۔ وزيراعظم په خپله ځان احتساب لپاره وړاندې كړے۔ ده ووئيل چې د پاكستان تحريك انصاف ټول تورونه د مفروضو په بنياد دي٬ ځكه ئې تر اوسه كوم ثبوت وړاندې نه كړو٬ لكه څنګه پي ټي آئي په كال 2013م كښې په مسلم ليګ ﴿ن﴾ د درغلې تور لګولې و او غلط ثابت شو دغسې به په شريف كورنۍ لګول شوي د مني لانډرنګ پشمول ټول ثبوتونه هم بې بنسټه ثابت شي۔ ده ووئيل چې زه به دا ووايم چې عمران خان دې په خپله لور ترس وكړي۔
د پاكستان تحريك انصاف ټول تورونه د مفروضو په بنياد دي
مضمون کا ماخذ : لاٹری جیتنے کی چانسز