اسلام آباد۔3 دسمبر(اے پی پی) اولنۍ مېرمنې بېګم ثمينه ??ارف علوي د خصوصي وګړو نړيوالې ورځې په مهال خپل پېغام كښې وئيلي چې په ګرده نړۍ كښې نزدې يو ارب كسان څه نه څه ذهني يا بدني معذورۍ سره مخ دي ٬ خصوصي وګړي معذور نه ??لكې مختلف بل ډول صلاحيتونه لرونكي وي۔ د خالي په ورځ د ايوان صدر ميډيا ونګ لخوا جاري شوي خ??ل يبان كښې اولنۍ مېرمنې بېګم ثمينه ??ارف علوي ووئيل خصوصي وګړي د عامو خلقو په څير زيات صلاحيتونه لري۔ دې ووئيل د خصوصي وګړو به خاص احساس كول وي دغسې چې دوئي كښې څوك د معذورۍ د لاسه وروسته پاتې نه ??ي۔ د خصوصي وګړو د حقونو تحفظ ٬ دوئي د ټولنې فعاله غړي جوړول زمونږ د ټولو ذمه واري ده٬ دې ووئيل خصوصي وګړو ته دې د دوئي د صلاحيتونو او د دوئي د كوټې له مخې د روزګا?? موقعې ورك??ې شي۔ دې ميډيا ته اپيل كولو سره ووئيل چې د خصوصي وګړو د حقونو او د دوئي په اړه د رامخې ته كېدونكو منفي رويو ختمولو له خاص ګامونه پورته كړي۔ دې په دې خبره زور راوړو چې خصوصي وګړي دې په خپلو هلو ځلو كښې شامل ك??ې شي او د دوئي د ټولو حقونو تحفظ له دې اقدامات وك??ې شي۔ دې هيله ولرله چې مونږ به په ګډه هڅې كولو سره د معذورۍ په اړه رامخې ته كېدونكو منفي تصوراتو ختمولو كښې كامياب شؤ۔
د خصوصي وګړو د حقونو تحفظ ٬ دوئي د ټولنې فعاله غړي جوړول زمونږ د ټولو ذمه واري ده٬ بېګم ثمينه عارف علوي
مضمون کا ماخذ : میگا ملینز کے نمبر