اسلام آباد ۔29 مارچ (اے پی پی) وزیراعظم محمد نواز شريف د بحرېن حکومت او کاروباری ورورولۍ ته د اقتصادي راهدارۍ په نتيجه كښې د رامخې ته شوو غوره موقعو څخه په زړه پورې استفادې كولو بلنه وركولو كښې وئيلي دي سی پېک به سيمه ايزو رابطو ته وده وركولو سره سره ټولې منطقې له ګېم چېنجر ثابت شي۔ د سي پېك 51 ارب ډالرو نه د زيات حجم سرمايه كاري د توان ٬ سترو لارو ٬ موټروېز ٬ پائپ لائنونو ٬ رېل نېټ ورك او آپټك فائبر راهداري ده۔ وزيراعظم دا خبره د شورؤ په ورځ د بحرېن نوموړو كاروباري شخصياتو او سرمايه كارو پلاوي سره ملاقات كښې وكړه۔ د بحرېن د صنعت ٬ تجارت او سېلګرۍ وزير زېد آر الزياراني په دې مهال موجود ؤ۔ د پلاوي مشري د بحرېن چېمبر آف كامرس اېنډ انډسټريز (بی سی سی آئی) چیئرمېن خالد المعید كوله۔ وزیراعظم د پلاوي تود هركلي كولو سره ووئيل پاكستان د بحرېن كاروباري كسانو لخوا د پاك بحرېن شريكه هولډنګ كمپني جوړېدل خوشبينه ګڼي او مونږ باور لرو چې دې سره به دوه اړخيزه تجارت او سرمايه كاري لا زياته شي۔ د بحرین کاروباری شخصیاتو د غېر ملكي سرمايه كارۍ خوشبينه ګڼلو په اړه د وزيراعظم د پالېسۍ ستائنه كولو سره ووئيل هغه د دواړو هېوادونو ترمينځھ تجارتي حجم لا زياتولو له د فعاله كردار ترسره كولو خوښي لري۔ وزیراعظم ووئيل په تېرو درېو كلونو كښې د پاكستان اقتصادي منظرنامه بېخي بدله شوې۔ د كومې جې آزادو نړيوالو مالياتي ادارو اعتراف كړې۔ د بحرېن پلاوي خلیجی هېوادونو لپاره د پاكستان برآمداتو كښې خوښي ولرله۔ وزیراعظم ووئيل يو زر كمپنۍ پاكستان كښې د كوم خنډ نه غېر ګټه ور كاروبار كوي۔ وزیراعظم نواز شریف ووئيل نېغ په نېغه غېر ملكي سرمايه كارۍ ته قانوني تحفظ ترلاسه دے۔ وزیراعظم پلاوي له باور وركړو چې پاكستان بلها موقعې لري او د توان ٬ كركيلې ٬ فوډ پراسيسنګ ٬ انفراسټركچر ٬ آئي ټي ٬ ټېكسټائل او د څرمنې مصنوعاتو په ډول بېلو څانګو كښې د سرمايه كارۍ غوره موقع وركوي۔ وزیراعظم هيله ولرله چې د بحرېن سرمایه کار به د پاكستان اقتصادي پرمختګ په نتيجه كښې رامخې ته كېدونكو موقعو څخه استفاده وكړي چې ورسره به زمونږ تجارتي اړيكې لا مضبوطې شي۔ پلاوي په تود هركلي كولو د وزيراعظم مننه كولو سره پاكستان سره تجارت لا قوي كولو له خوښي ښكاره كړه۔ ملاقات كښې د خزانې وفاقي وزير محمد اسحاق ډار ٬ د تجارت وزير خرم دستګير خان ٬بحرېن كښې د پاكستان سفير جاوېد ملک او نور اعلی چارواكي هم موجود وو۔
وزیراعظم د بحرېن حکومت او کاروباری ورورولۍ له د اقتصادي راهدارۍ په نتيجه كښې د رامخې ته شوو موقعو څخه په زړه پورې استفادې له بلنه
مضمون کا ماخذ : کوئٹہ لاٹری