اسلام آباد 22 مارچ (اے پی پی)وزيراعظم محمد نواز شريف وئېلي دي حكومت د هېواد صنعتي٬تجارتي او د كورونو حاجتونو تر مخه د برېښنا څانګې ته پام لرنه كړې٬پاكستان د اوبو٬لمر او سيلۍ پشمول د بېلو وسائلو څخه د برېښنا پېدا كولو قدرتي صلاحيتونه لري ٬حكومت معيشت كاميابۍ سره كوټلي اقتصادي نمو پلو روان كړی۔ده دا خبره د سټېټ پاور انويسټمنټ كارپورېشن چائنه چيئرمېن وانګ بيانګ سره د شورو په ورځ وزيراعظم هاؤس كښې د ملاقات په مهال وكړه۔وزيراعظم چيئرمېن له په بلوچستان كښې د سكرو څخه د چلېدونكې 1320 مېګاواټ برېښنا پروژې د بنياد تيګې پھ اېښودو مباركي وركړه كومه چې د حبكو او د بلوچستان حكومت د ځائي شراكتدارو سره د كمپنۍ شريكه پروژه ده۔وزيراعظم ووئيل د پاكستان معيشت د ګڼو چېلنجونو سره ښه شرح نمو ترلاسه كړې۔د معيشت بحالي٬د توان په بحران قابو موندل او امنيتي وضعه ښه كول زمونږ د ايجنډې مثبتې نتيجې دي۔ده ووئيل چين پاكستان اقتصادي راهدارۍ پروژه نه يوازې سيمه ايزې رابطې بلكې د سيمه ايزې اقتصادي مرستې پلو مهمه پروژه ده۔د ملاقات په مهال د اوبو او برېښنا وفاقي وزير خواجه محمد آصف٬د مصنوبه بندۍ او پرمختګ وفاقي وزير احسن اقبال او نور چارواكي هم موجود وو
حكومت د هېواد صنعتي٬تجارتي او د كورنو حاجتونو تر مخه د برېښنا پېداوار زياتولو ته پام لرنه كړې
مضمون کا ماخذ : پنجاب لاٹری